جلال اباد (پژواک ١٢ زمرى ٩٣): له نغلو څخه جلال اباد ته د برېښنا غځېدلي مزي يو ځل بيا د بادپښ ولسوالۍ اړوند سيمه کې پرې شوي دي.
د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اړوند سيمه کې له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ته غځېدلي مزي د ځينو کسانو له لوري پرې شوي دي.
دى وايي چې له سهاره په سيمه کې دى او په دې اړه يې له ځينو چارواکو او د سيمې له مشرانو سره کتلي څو ستونزه حل کړي او د برېښنا مزي بېرته وتړي.
هغه زياته کړه: ((له سهاره په دې سره ګرمۍ کې موږ په دې هڅه کې يو چې د برېښنا مزي وتړو، ځکه سخته ګرمي ده او ښاريان له ګرمۍ شکايت کوي.))
دا چې ياد مزي چا پرې کړي؟ په دې اړه نوموړي له څه ويلو ډډه وکړه.
خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ د لغمان د پادپښ په ولسوالۍ کې وسله والو او د سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته رامنځته شوې وه، چې له نښتې وروسته د سيمه ييزو پوليسو قوماندان په لاره له تېرېدونکو موټرو ټول خوراکي او نور توکي ښکته کول.
سرچينې زياته کړه چې وسله والو ته د سيمې اوسېدونکو شکايت کړى و، نو په همدې موخه يې د برېښنا مزي پرې کړي دي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د لغمان د ولايتي چارواکو نظرونه هم واخلي، خو له هغوى سره اړيکې ونه نيول شوې.
ياده دې وي، دغه څلورم ځل دى چې په بادپښ ولسوالۍ کې له نغلو څخه جلال اباد ته د لېږدېدلې برېښنا مزي پرې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP