کلات ( پژواک، ١٢ زمرى ٩٣ ) : د زابل د شاه جوى ولسوالۍ چارواکي وايي، درېيو ماشومانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته کله چې د خپل کور په څاه کې ولوېدل.
د يادې ولسوالۍ ولسوال ملک علي محمد وايي، چې دغه پېښه تېره شپه د شاه جوى ولسوالۍ د کلاخېلو په کلي کې په يو کور کې رامنځ ته شوې ده، چې له امله يې دوه ماشومان مړه شوي او يو بل ټپي دى.
دده په خبره، مړه شوي دواړه هلکان دي او عمرونه يې ۹ او ۱۱ کاله دي، دغه راز ټپي نجلۍ اته کلنه ده، چې اوس مهال د يادې ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې ده .
ولسوال زياتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې يادو ماشومانو په خپل کور کې له څاه سره نږدې لوبې کولې، د څاه پر سر پرته تخته ماته شوه او ماشومان په څاه کې ولوېدل .
نوموړی وايي، د يادو ماشومانو مور عصبي ناروغي لري او داسې اوازې وې چې پېښه په قصدي ډول رامنځ ته شوې، خو د پوليسو له څېړنو وروسته معلومه شوه ، چې دا پېښه تصادفي وه .
نوموړی وايي ، چې د شاه جوى ولسوالۍ په اکثره سيمو کې خلک اوس هم له څاه ګانو څخه د څښلو د اوبو لپاره کار اخلی او غوښتنه يې وکړه ، چې ميندې او پلرونه بايد په دې اړه محتاط واوسي .
د کلاخېلو د کلي يوه اوسېدونکي امين الله پژواک ته وويل، ياده کورنۍ اصلاً د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې له يوه کال راهيسې دلته اوسېده.
نوموړی وايي، د دوى د معلوماتو له مخې، د يادې کورنۍ دوه هلکان څو کاله وړاندې هم په يوه ورته پېښه کې مړه شوي وو.
Views: 7
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP