Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چپرهار کې پنځه پوليس وژل شوي

جلال اباد (پژواک ١٢ زمرى ٩٣): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې وسله والو د پوليسو پر درېيو پوستو بريدونه کړي ، چې له امله يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وختي د چپرهار ولسوالۍ پر درېيو سيمو کې پر څو پوستو وسله والو بريدونه کړي او وروسته نښته رامنځته شوې ده.

دى وايي چې نښتې د حافظانو، ګمبيل او د خان کليو له پوستو رامنځته شوې او د لومړنيو معلوماتو له مخې، پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د عبدالزي په خبره، چې جګړه نن غرمه مهال پاى ته رسېدلې او بشپړ جزئيات به يې وروسته وړاندې کړي.

دى وايي چې يو شمېر نور پوليس سيمې ته پر لاره وو چې چاودنه پرې شوې ده.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې ٥ سرتېري او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکتر همايون زهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه ورته له يادې پېښې لس ټپيان چې درې ملکي  وګړي او اوه سرتېري دي ور وړل شوي دي. نوموړي زياته کړه چې يو جسد هم ورته د پېښې له سيمې ور وړل شوى دى.
د چپرهار ولسوالۍ قومي مشر پير اسد پژواک خبري اژانس ته وويل چې جګړه پاى ته رسېدلې، او د لالاجان په نوم د يوه ملکي وګړي پر کور هاوان لګېدلى، چې د ده په ګډون پنځه تنه په کې ټپيان شوي دي.

دى وايي چې د اکبر په نوم د سيمې د يوه بل اوسېدونکي پر کور هم د هاوان مرمۍ لګېدلې ، چې يوه لور يې وژل شوې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ياده پېښه تاييدوي او زياتوي چې امنيتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.