کابل (پژواک ١٢ زمرى ٩٣): د کابل ښاروال وايي، ټول هغه پارکونه او شنې سيمې چې د زورواکو له لوري غصب شوې، بېرته د ښاروالۍ ملکيت ته راوګرځوي او ډېر ژر به يې په تفريحي پارکونو بدلې کړي.
د کابل ښاروال محمد يونس نو اندېش نن د کابل ښار د عامې روغتيا په څلورلارې کې د تفريحي پارک د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې له پخوا راهيسې زورواکو د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ډېرى پارکونه او زرغونې ځمکې غصب کړې دي.
هغه زياته کړه، چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې د ښاروالۍ د شتمنيو د غصب مخه نيول شوې او چا که تفريحي پارکونه غصب او په هغه کې يې کوم ځاى او يا بل څه جوړ کړي وي نو بېرته به راوګرځول شي او پارک به پرې جوړ شي.
نواندېش ګواښ وکړ: “هغه زورواکي به چې په کابل کې يې په غيرقانوني ډول ځيني ښارګوټي جوړ کړي، هم يوه ورځ د خلکو پر وړاندې ځواب ويونکي وي او موږ به يې هيڅکله هم په رسميت ونه پېژنو او غاصبينو ته به هېڅکله هم قباله ورنه کړو.”
دا په داسې حال کې ده، چې درې مياشتې وړاندې، ولسي جرګې د کابل د يو شمېر معترضو وکيلانو د اعتراض په پايله کې د دوو اونيو لپاره د ښاروالۍ دروازې په دې پلمه چې نو اندېش په پراخ فساد کې لاس لري، تړلې وې.
دوى له هغه وروسته چې د ولسمشر له لوري د کابل ښاروال د لرې کولو په اړه غوښتنې ونه منل شوې نو له يادې ادارې سره يې پرېکون اعلان کړ.
خو د کابل ښار پر نوموړي ټول پورې شوي تورونه رد کړي او د جرګې يو شمېر غړي يې د ځمکو پر غصب تورن کړي وو.
د کابل ښاروال، نن د کابل ښار په لسمه ناحيه کې د عامې روغتيا څلورلارې شمال لوري ته يو تفريحي پارک پرانيست او ويې ويل، چې دغه پارک د امريکايي ځواکونو د ٣٢٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت په زر متره مربع ساحه کې د يوې مياشتې په ترڅ کې جوړيږي.
نو اندېش وويل، چې د دغه تفريحي پارک څلورو لورو ته پلې لارې او د اوبو لپاره لښتي هم رغول کېږي او ټاکل شوې چې دغه پارک په ښايسته ګلونو او زرغونې سيمې بدل شي.
ښاروال زياته کړه، چې اوسمهال د کابل ښار په شهر ارا کې د مېرمنو لپاره يو پارک شته، خو دغه پارک کافي نه بلل کېږي او په پام کې ده چې د عبدالحق څلورلارې په اړوند سيمه کې د ښځو لپاره يو بل ځانګړى پارک هم ورغوي.
د کابل ښاروالۍ د شنو ساحو د رغونې مشرې نسرين صبري د عامه څلورلارې د پارک د کار د پيلېدو په مراسمو کې وويل، سږ کال ښاروالۍ په پام کې لري چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې پنځه نور تفريحي پارکونه هم ورغوي.
مېرمن صبري څرګنده کړه، چې په کابل کې په تېرو څلورو کلونو کې ٢٦ تفريحي پارکونه جوړ شوي او اوسمهال د کابل ښار په کچه ٣٦ تفريحي پارکونه شتون لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP