Language

د نرنګ لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

اسعداباد (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): چارواکي وايي چې د کونړ د نرنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبيدالله او بل  ملګرى يې په يوې وسله والې نښتې کې وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دغه طالب مشر  او ملګرى يې تېره شپه په وټه پور ولسوالۍ کې له پوليسو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول.

د وټه پور لسوالۍ امنیه قوماندان څارمن محمداسلام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر يو  شمېر پوستو بريدونه وکړل.

نوموړی زیـاتوي، چې په دې نښته کې د نرنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال، يو طالب او يو پوليس وژل شوي او درې وسله وال طالبان ټپيان دي.

هغه وايي، چې د طالبـــانو د ولسوال مړی د جګړې په میدان پاتې دى.

د وټه پور ولسوال سید زیور شاه پژواک ته وويل، چې د طـالبانو  د وژل شوي ولسوال مړى به  د وټه پور ولسوالۍ قومي مشرانو ته وسپاري څو د هغه کورنۍ ته يې ورکړي.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد د نرنګ لپاره د طالبانو د ولسوال  وژل کېدل ردوي خو وايي، چې په وټه ولسوالۍ کې يې يو سيمه ييز  طالب قوماندان او يو وسله وال وژل شوي دي.

مجاهد زياتوي، چې په دې نښتو کې يې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې خو په تړاو يې دقيق معلومات نه لري.

Related Topics