Language

کابل کې چاودنې د اردو ٨ منسوبينو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): د کابل ښار په موسهي ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماين چاودنې د ملي اردو ٤ منسوبين وژلي او څلور نور ټپيان دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار اوه بجې او ٤٥ دقيقې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي اردو پرسونل د هاموې پر امنيتي ګزمه بوخت وو.

سرچينې وويل، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د دې پېښې د ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ دى.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.