Language

کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير له ترهګرۍ څخه د هغه هېواد د ملاتړ او سرحدي تېريو له امله احضار کړى او وايي، که چېرې د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد سرحدي سرغړونې ونه درول شي، نو له ټولو لارو حتى له پوځي بريده به کار واخلي.

دغه څرګندونې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني نن (د زمري ١٤مه)  د خپلې اونيزې غوندې په ترڅ کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې د پاکستان سفير د کرښې له پورې غاړې د راکټي بريدونو د ډېروالي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پر شوو ژمنو نه عمل او د ترهګرو په ليکو کې د پاکستاني پوځيانو او سلاکارانو د شتون او له ترهګرۍ د ملاتړ له امله نن (د زمري ١٣مه) احضار او د بهرنيو چارو وزارت اعتراض ډوله ليک ور وسپارل شو.

مستغني زياته کړه، چې که چېرې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سرغړونې ونه درول شي، نو د افغانستان دولت به يې پر وړاندې له ټولو لارو چارو کار واخلي.

خو هغه زياته کړه، چې افغانستان په تېرو کلونو کې تل له پاکستان سره د ډيپلوماتيکو خبرو اترو له لارې وړاندې تللى، خو له دوى سره په نړيواله کچه د موضوع د مطرح کولو، اقتصادي مسايلو او بالاخره د پوځي ځواب انتخاب هم شته.

نوموړي زياته کړه، چې له دې انتخابونو به په راتلونکي کې په يو مناسب فرصت کې د پاکستان د سرحدي سرغړوونو د مخينوي لپاره کار واخلي.

مستغني تاکيد وکړ، چې د ننګرهار ولايت پر حصارک ولسوالۍ د نږدې زرو کسانو وسله وال بريد د پاکستان د پوځي سلاکارانو د طرحې له مخې شوى دى.

د يادونې ده، د افغانستان د ملي امنيت شورا هم تېره ورځ (د زمري ١٢مه) ويلي وو، چې پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن نه دى او په افغانستان کې د ترهګرو پر ليکو کې د پاکستاني پوځيانو او سلاکارانو شمېر زيات شوى دى.

 د هغه په خبره، د پاکستان له خوا تخريبي فعاليتونه او د ترهګرۍ ملاتړ د دواړو هېوادونو تر منځ  د شوو پخوانيو موافقو او نړيوالو اصولو خلاف دي، چې په وروستيو څو ورځو کې د پاکستان له خوا د کونړ پر دانګام او شيګل ولسواليو راکټي بريدونه ډېر شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د اردو دغه اقدام د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا پر وړاندې ښکاره تېرى بولي او دا ډول بريدونه به په راتلونکي کې بې ځوابه پاتې نه شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې تېره اونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته غوښتل شوى و او نوموړي ته د يوه يادښت د تسليمۍ تر څنګ پاکستان ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته ترهګر ورځي، خو د افغانستان حکومت دغه ادعا په کلکه ردوي.

هغه وويل: ((افغانستان هېڅوخت د ترهګرو اډه نه وه او افغان حکومت  ترهګريزو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې خاوره يې د ګاونډيو پر وړاندې وکارول شي.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.