اسعد اباد (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): د کونړ امنيتي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د څلور پاکستانيانو په ګډون ١٠وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د ديوګل درې په چامبېل سيمه کې، افغان امنيتي ځواکونو عمليات وکړل، چې غرمه مهال پاى ته ورسېدل.
ده زياته کړه، په دې عملياتو کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي بريدونو کې اته وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې څلور تنه پاکستاني د ماينونو روزونکي او څلور نور کورني طالبان دي.
سيدخېل وايي، په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى او له وژل شويو کسانو پنځه کلاشينکوفونه هم د دوى لاس ته ورغلي دي.
د کونړ امنيه قوماندان دغه راز وايي، د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه وسله وال هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ټېلېفون په ليکه پژواک ته وويل، چې د څوکۍ ولسوالۍ په يوه هوايي بريد کې د دوى درې تنه وژل شوي او درې ټپيان دي.
نوموړى ادعا کوي، چې په دې جګړه کې يې دولتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.