مزارشريف ( پژواک ١٤ زمرى ٩٣ ) : د بلخ په مزارشريف ښار کې د تېرو کلونو په پرتله د مسي لوښو توليد کم شوی او د پېرلو بازار يې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
په دغه ښار کې د مسي لوښو جوړونکي وايي، له کومه وخته چې ښيښه ي او په ځانګړې توګه پلاستيکي او ارمونيه يي لوښي بازار ته وړاندي شوي، د مسي لوښو بازار يې سوړ کړی دی.
په مزارشريف ښار کې لا هم د مسګرۍ په نامه کوڅه شته خو په دې کوڅه کې اوس د مسي لوښو د جوړېدو بازار سوړ دی، يواځې د ګوتو په شمېر هټۍ په کې د مسګرۍ دي او په پاتو کې نورې سوداګريزې چارې روانې دي.
د همدې کوڅې پخواني مسګر عبدالکبير په ځانګړې مرکه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له همدې کسبه يې د پلار او نېکه له وخته پيسې ګټلې؛ نو اوس که ښه روان وي که بد؛ مجبور دی چې روان يې وساتي.
نوموړي زياته کړه: ((لس کلن وم، چې له پلار سره مې په همدې دوکان کې مسګري پيل کړې ده، هغه دې خدای وبښي ، اوس دغه کسب ماته راپاتې، پنځلس کاله به کېږي، چې له همدې لارې خپل کور ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوم.))
د هغه په وينا، هغه مهال چې دی نوی له خپل پلار سره شاګرد شو نو په دغه ښار کې لا هم مسي لوښي ډېر کارېدل.
عبدالکبير وويل، پلار به يې ورته کيسه کوله، چې له دغه کسب سره دوی له پخوا وختونو تړلي پاتې شوي، چې له تېرو دوه نيم سوه کلونو په دغه ښار کې مسي لوښي جوړېږي او کارول کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې پخوا به په کورونو کې تر ډېره مسي لوښي لکه: پتنوس، چای جوش، ګلاسونه، جګ، کاسې، لګن او تېګونه او داسې نور کارېدل.
هغه د مسي لوښو د جوړولو د طريقې په اړه وويل: ((لومړۍ د مسو تخته څو ټوټې کېږي، بيا دغو ټوټو ته د حرارت په وسيله جوش ورکول کېږي او له يو بل سره يوځای کېږي، که د مثال په توګه د مسي لګن د جوړېدو يادونه وکړم، نو له اتلس مسي ټوټو څخه جوړېږي، چې بيا د نوشادر او يا هم قلعي په وسيله سپنېږي او ريګمال څخه وروسته په عادي ټوټه پلاش ورکول کېږي.))
خو کبير په داسې حال کې، چې له مسو جوړه کړې کوزه يې په پرګ دسمال پالش کوله، وويل، چې اوس نو د دې لوښو وخت په ختمېدو دی.
نوموړي زياته کړه، چې له کوم وخته چې بازار ته ښيښه يي او په ځانګړې توګه پلاستيکي او ارمونيه يي لوښي راغلي نو د مسي لوښو د توليد د کمېدو تر څنګ د کارولو دود يې هم په ختمېدو دی.
د هغه په وينا، په تېرو لسو کلونو کې په پرله پسې توګه هر کال د مسي لوښو بازار ټکنۍ شوی دی، په همدې کلونو کې له نورو هېوادونو د پلاستيکي لوښو صادرات زيات شول، چې د مسي لوښو ځای يې ونيو.
کبير وويل، چې نوموړي ته يې يوازېنى لامل د ښيښه يي او پلاستيکي لوښو ټيټه بيه ښکاري؛ خو دا يې زياته کړه، چې هېڅکله به پلاستيکي او يا هم ښيښه يي لوښي د مسي لوښو ځای ونه نيولی شي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس د دوی کار د ودونو د غټو دېګونو، د شيريخ د چاټۍ جوړولو، سماوار او ځيني وخت چای جوش جوړولو پورې رالنډ شوی دی.
د بلخ ولايت اوسېدونکی که څه هم د مسي لوښو ارزښت مني؛ خو بيا يې هم پر ځای پلاستيکي او ارمونيه يي لوښو کارولو ته لومړيتوب ورکوي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي ۳۵کلن نعمان پژواک ته وويل، چې د دوی په کور کې د پخوا وختونو مسي لوښي شته خو د کارولو پر ځای د انتيک توکو په څېر په الماريو کې اېښودل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې ډېر وړاندې نه، بلکې د ده د نيکه د ژوند پر مهال د دوی په کور کې مسي لوښي په ډېره کچه کارېدل؛ خو په دې وروستيو کې په پوره توګه د دغو لوښو له کارولو مخينوی شوی دی.
د هغه په وينا، مسي لوښي که څه هم لوړ ارزښت لري، خو د کور د عادي کارېدو لپاره په لوړه بيه لوښي اخيستل د ډېرو خلکو د وس خبره نه ده.
نعمان وويل، چې اوسمهال د دوی په کور کې نږدې ټول لوښي پلاستيکي، ښيښه يي او ارمونيه يي دي.
خو د دغه ښار ځيني اوسېدونکي وايي، چې دولت بايد دغه صنعت ته د نوي رنګ ورکولو له لارې وده ورکړي.
د بلخ پوهنتون محصل عبدالرحيم پژواک ته وويل، چې پخواني صنعتونه د لرغونتوب تر څنګ د اړتيا له مخې هم بايد وساتل شي او دولت ورته په ټيټه سترګه ونه ګوري.
نوموړي زياته کړه، چې د مسي لوښو له ټولو لوړ ارزښت په دې کې دی چې زر له منځه نه ځي او د خوندي ساتلو لارې چارې يې ډېرې دي.
مسګر عبدالکبير وويل، چې لس کاله وړاندې به دوی روسي او ايراني مس کارول خو په دې وروستيو کلونو کې يوازې پاکستاني مس کارول کېږي، چې کيفيت يې خورا ټيټ دی.
نوموړي زياته کړه، چې دوی يو کيلوګرام پاکستاني مس په ۴۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي چې ۳۰سلنه يې برينجي او اوسپنه وي په داسې حال کې چې د عينکو خام مس يو کيلوګرام په ۵۰۰ افغانۍ قرارداد شوی دی.
د هغه په وينا، که چېرې د کومې کمپنۍ له لارې د خپل وطن مسو ته لاسرسي پيدا کړي نو لرې نه ده، چې دوی داسې باکيفيته لوښي جوړ کړي، چې له افغانستانه نورو ملکونو ته وارد شي.