کندهار (پژواک ١٤ زمرى ٩٣): د کندهار د ملي امنيت رياست وايي، چې د فراه ولايت د بالا بلوک ولسوالۍ لپاره يې د وسله والو طالبانو ولسوال نيولى دى.
د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نيول شوى کس مولوي شېخ احمد نومېږي او پر حاجي ودان مشهور دى.
دغه سرچينه وايي، د بالابلوک لپاره د وسله والو طالبانو دغه ولسوال هغه مهال د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو چې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې(کويټې) څخه کندهار ته راغلى و او غوښتل يې فراه ته ولاړ شي.
نوموړى تېره ورځ د کندهار ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند په هرات اډه کې ونيول شو.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د فراه د بالابلوک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال نېول کېدل تائيد کړي دي.
له ياد شوي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي شېخ احمد د کوټې شورا په لارښوونه فراه ولايت ته د ترهګريزو فعاليتونو لپاره ته، چې د ملي امنيت د منسوپينو له خوا ونيول شو.
په خپله نيول شوي کس هم وايي چې په يوه جومات کې يې امامت کاوه، چې د حيات الله په نوم د وسله والو طالبانو د يوه قومندان له خوا د حکومت پر ضد کړنو ته وهڅول شو.
هغه وويل، د روژې مياشتې پر پنځلسمه يې خپله مور د پاکستان کويټې ښار ته د درملنې لپاره بېولې وه او هلته يې د فراه لپاره د طالبانو له والي باز محمد سره ليدلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.