کندهار (پژواک ١٤ زمرى ٩٣): ملي اردو د کندهار په درېيو ولسواليو ميوند پنجوايي او ژېړۍ کې عمليات کړي، چې پر مهال يې ٣٢ وسله وال وژل شوي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو له قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه عمليات پر يوه مهال د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور او د ولسوالۍ په بازار، د پنجوايي ولسوالۍ په موشان او د ژېړۍ ولسوالۍ په نادي، اختر محمد، سردار محمد، بارکزي، سپين مسجد، کلاچه، پاشمول، ډاکټرخېل، پانيزي او عزيزالله کليو کې شوي دي.
سرچينه زياتوي، په عملياتو کې ٣٢ وسله وال وژل شوي ، چې ١٧ يې يواځې په ژېړۍ کې دي.
په وژل شوو کې دوه ځانمرګي بريد کوونکي هم شامل دي، چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې يې پر امنيتي ځواکونو د ډله ييز بريد پلان درلود.
د خبرپاڼې په حواله، د عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې او مهمات هم نيول شوي چې پيکا، کلاشينکوف، لاسي بمونه، بېلابېلې مرمۍ، د هاوان له مرميو ډک موټر او يو موټربم شامل دي.
تر دې مهاله په دغو عملياتو کې ملي اردو ته د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
ميوند، پنجوايي او ژېړۍ يو بل ته څېرمه پرتې ولسوالۍ دي، چې څو ورځې وړاندې ورته د سنګين تر جګړې وروسته سلګونه وسله وال مخالفين راغلل او پر امنيتي ځواکونو يې بريدونه پيل کړل.
ګډو افغان امنيتي ځواکونو د وسله والو د دغو بريدونو پر وړاندې عمليات پيل کړل او د څو ورځو جګړو په پايله کې ١٠٨ وسله وال وژل شوي، ٢٧ ژوندي نيول شوي او ٥٠ تنه نور ټپيان شوي وو.