کندهار ( پژواک، ١٤ زمرى ٩٣ ) : د کندهار د فوايد عامې رياست له لوري د کندهار- هرات پر لويه لاره د باغ پُل د ترميم چارې نن د زمري په ١٤مه پيل شوې.
دغه لوى پول چې د کندهار- هرات پر لويه لاره پروت دى، ګڼ شمېر ولسوالۍ هم له کندهار ښار سره نښلوي.
د باغ پُل د ترميم د چارو په مراسمو کې د کندهار د فوايد عامې رييس انجنير عبدالمحمد احسان، د ولايت مقام تخنيکي او سکتوري رييس عبدالحکيم حکيمي او د اړوند ساختماني شرکت مسوولينو ګډون کړى وو.
انجنير عبدالمحمد احسان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پول د فوايد عامې وزارت له خوا د ١٠،٢ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو مياشتو په موده کې ترميمېږي.
ده وويل ، د پول د ترميم چارې يې يوه سيمه ييز ساختماني شرکت ته سپارلې دي.
هغه زياته کړه، دغه پُل ٦٠ کاله وړاندې جوړ شوى ، چې ١٥٤ متره اوږدوالى، ٨ متره جګوالى او ١٠ متره بر لري.
د نوموړي په وينا، پر دغه پول د سورليو د موټرو نيولې بيا تر باروړونکو موټرونو پورې تګ راتګ کوي، چې د زيات قدامت له امله يې ځينې برخې تخريب شوې وې او بيا ترميم ته يې اړتيا لرله.
د ولايت مقام تخنيکي او سکتوري رييس عبدالحکيم حکيمي وويل، ولايتي ادارې د پول د ښه او اساسي ترميم په موخه يوه پلاوي ته دنده سپارلې ، چې وخت پر وخت يې څارنه وکړي.
هغه وويل ، په روان کال کې د ولايت مقام له خوا ځينې رغنيزې پروژې په پام کې دي، چې د باغ پول ترميم يوه له هغو څخه ده.
د کندهار- هرات د لويې لارې د باروړونکو او مسافروړونکو موټرو چلوونکي د پول پر ترميم خوښي ښيي او وايي، چې پر دغه پول د تېرېدو پر مهال به يې تل وېره لرله چې و نه نړېږي.
د چلوونکو په وينا، دغه پول ډېر پخوا جوړېدو ته اړتيا لرله او که يې د ترميم چارې نه واى پيل شوې، نو له نړېدو سره به يې بدې پېښې شوې واى.