کابل ( پژواک، ۱۵ زمری ۹۳ ) : ټاکل شوې ده، چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چاو وزیر جان کري یو ځل بیا د ټاکنیزو لانجو د هواري لپاره کابل ته راشي.
یوې لوړ پوړې سرچینې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د زمري په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې کابل ته له رسیدو سره سم به جان کري د ولسمشرۍ ددویم پړاو له دواړو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره وګوري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر به د جمعې په ورځ ولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري
تر دې مخکې د چنګاښ په ۲۰مه، جان کیري کابل ته دسفر پر مهال له دواړو کاندیدانو او ولسمشر حامد کرزي سره څو وارې لیدنې وکړې او په پایله کې د ټولو رایو د څیړنې او شمیرنې او دیوه ملي حکومت په جوړولو اتفاق وشو.
ددغې هوکړې له مخې د ایساف لخوا درایو ټول صندوقونه له ولایتونو څخه کابل ته رسیدلي او له تیرو څو ورځو راهیسې د رایو دڅیړنو پروسه پیل شوې او اختلافات لا پخپل ځای پاتې دي.