کلات (پژواک ١٥ زمرى ٩٣): د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو له لوري په يوه توغندويي بريد کې يوه مېرمن وژل شوې او څلور تنه ټپيان دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د زمري په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه په شهرصفا ولسوالۍ کې شوی دی .
نوموړی وايي چې د شپې شاوخوا اته بجې وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ پر مرکز دوه توغندي توغولي وو، چې يو يې په سيمه کې پر يوه کور لګېدلى دى.
فراهي زياتوي چې په دغه بريد کې يوه مېرمن وژل شوې ، دوه مېرمنې او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
نوموړي وويل چې په ټپيانو کې يو ماشوم، چې روغتيايي حالت يې نازک و، د درملنې لپاره کندهار ته لېږدول شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره ورځ مازديګر يې د شهرصفا په ارهډ مانده او د کلات اړوند د نورک په سيمه کې په بريدونو او چاودنو کې اتو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د زابل د امنيت امر د نورک سيمې جګړه تاييدوي خو وايي چې تلفات نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP