کندهار (پژواک ١٥ زمرى ٩٣): په ژېړۍ ولسوالۍ کې تر پراخو عملياتو وروسته امنيتي وضعيت ښه شوى او بې ځايه شوې کورنۍ کولاى شي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
دغه څرګندونې ډاکټر توريالي ويسا د ولايت مقام په اوونيزه امنيتي غونډه کې وکړې، چې په کې د امنيتي ارګانونو مسوولينو او د يو شمېر نورو ادارو مسوولينو ګډون کړى و.
په دغه غونډه کې د ژيړۍ ولسوالۍ پر عملياتو او امنيتي وضعيت خبرې وشوې.
په ژيړۍ ولسوالۍ کې تر هغه وروسته عمليات پيل شول چې شاوخوا ٢٥٠ وسله والو د دغې ولسوالۍ په نهو کليو کې پر بېلابېلو امنيتي پوستو هم مهاله وسله وال بريدونه پيل کړل.
په عملياتو کې نه يوازې لسګونه وسله وال ووژل شول، بلکې له هر کلي تر ٥٠ کورنيو بې ځايه شوې او د څه مودې لپاره د ژيړۍ په مرکز، پنجوايي، ارغنداب او کندهار ښار کې مېشت شول.
د کندهار والي وايي، اوس د ژيړۍ ډېر کلي د وسله والو مخالفينو له فعاليت څخه پاک شوي او خلک کولاى شي خپلو مېنو ته ستانه شي او په ډاډه زړه ژوند وکړي.
هغه د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه چې د وسله والو د يوه لوى خونړي پلا مخنيوى وکړ او د خلکو ژوند يې وژغوره.
نوموړي له امنيتي ځواکونو سره د خلکو پر مرسته او لاسنيوي يو ځل بيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې ادارې او مسوولين يې د خلکو د خدمت لپاره دي، خلک دې پر هغوى باور وکړي او په سوله کې د ژوند کولو زمينه دې برابره کړي.
په غونډه کې د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چې په ژيړۍ کې لا هم چاڼيز عمليات دوام لري، خو امنيت وضعيت ښه شوى دى .
هغه زياته کړه امنيتي ځواکونه د ولسواليو تر څنګ په کندهار ښار کې هم هره شپه عمليات کوي، تر څو د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.
نوموړي په دې لړ کې د ٣٢٠ کيلوګرامه چاودېدونکو توکو، ٢ کيلوګرامه هيروئينو تر څنګ په چاودېدونکو توکو د بار مزدا موټر د نيول کېدو خبر هم ورکړ چې د ده په خبره له پاکستان څخه کندهار ته راوستل شوى و.
د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي د ژيړۍ ولسوالۍ وروستيو بريدونو ته په پام سره يادونه وکړه چې اوس خلک د وسله والو مخالفينو سره هيڅ راز مرسته نه کوي.
هغه وويل په ژيړۍ کې د وسله والو ناکامۍ وښودله چې خلک له هغوى نور زړه توري شوې دي.
بل خوا د ژيړۍ ولسوالۍ هغه اوسېدونکي چې د جګړو له امله بې ځايه شوې او کندهار ښار ته راغلي خوښي ښيي چې سيمې يې ارامې شوې او اوس بيرته خپلو مېنو ته ستنېږي.
د ژيړۍ ولسوالۍ د نادي کلي يوه اوسېدونکى حاجي نادر چې اوس د کندهار ښار په لويه وياله کې له خپلوانو کره اوسي وايي، د روژه ٢٧مه وه چې له خپل کلي راوتلى دى.
هغه زياته کړه، د هغه په څېر لسګونه کورنۍ په داسې حال کې خپلې مېنې او د انګورو باغونه پرې ايښي چې د حاصلاتو د رسېدو وخت و.
دى وايي، د ډېرو خلکو انګور خراب شوي او يا خو د ماينونو له امله خپلو باغونو ته نه شي تلاى.
هغه له دولتي ادارې وغوښتل چې له بې ځايه شويو سره د مرستې تر څنګ دې د اړوندو کليو لارې او باغونه هم له ماينونو پاک کړي.