اسعداباد (پژواک ١٥ زمرى ٩٣): د کونړ پر دانګام ولســــوالۍ د پاکستاني پوځيانو له خوا تازه ۱۳۵ د لرې واټن توغندي راتوغول شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد توغندي د دانګام ولسوالۍ پر زاړه برول، خاره کچلي، ګوريګا، تبـېله او ځيـــنو نورو سيمو لګېدلي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې چا ته د سر زيان نه دى اوښتى خو د يادو سيمو اوسېدونکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
امنيه قوماندان وويل چې دغو بريدونو طبيعي ځنـــګلونو ته هم سخت زيان اړولى دى.
د نوموړي په وينا، د بريدونو له امله لسګونه کورنۍ هم کډوالې شوې او دا لړۍ اوس هم روانه ده.