مهترلام-ترينکوټ (پژواک ١٦ زمرى ٩٣): د اروزګان او لغمان ولايتونو د کرنې مسوولين وايي چې سږ کال په دغو ولايتونو کې د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.
د اروزګان په ډېرو سيمو کې د غنمو حاصلات راټول شوى، خو په يخو سيمو کې تر اوسه د غنمو فصل ولاړ دى او لا يې حاصل نه دى ټول شوى.
اروزګان د هېواد په کچه يو له کرنيزو ولايتونو دى اوپه زياته کچه روانې اوبه لري؛ د هلمند، ترينکوټ او ځينو نور واړه سيندونه په کې بهېږي او دې ته يې زمينه برابره کړې چې ډېرى خلک يې پر کرنه بوخت دي.
د دغه ولايت د کرنې رياست د چارواکو د شمېرو له مخې، په دغه ولايت کې له ۸۵ سلنې ډېر خلک پر کرنې بوخت دي او تر هر څه غنم ډېر کري.
د مرکز ترينکوټ اړوند د چرمګر سيمې يوه کروندګر دادمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال ورښتونه ډېر وشول او د غنمو حاصلات ورسره ډېر شول.
دى وايي، پخوا بهرنيو ځواکونو له هوا د کوکنارو پر فصلونو دوا شيندله چې له امله يې د غنمو فصل هم زيانمنېده، خو سږ کال هغوى دغه کار نه دى کړى.
د عبدالولي په نوم يوه بل کروندګر پژواک ته وويل چې د ورښتونو تر څنګ د کرنې رياست ورسره د تخمونو او کيمياوي سرې مرستې کړې، چې له امله يې حاصلات زيات شوي دي.
خو هغه ګيله وکړه، چې د کرنې رياست له کروندګرو سره د پام وړ مرستې نه دې کړې او نه يې هم مشورې کړې.
د حاجي علي محمد په نوم يو بل کروندګر وويل چې پخوا يې له ځمکې پنځه خرواره غنم ترلاسه کول، خو سږ کال يې اوه خرواره غنم ترلاسه کړي دي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د دوى د غنمو لپاره سم بازار پيدا کړي، څو وکولى شي په ښه نرخ يې خرڅ کړي.
د اروزګان يوه سوداګر حاجي خان محمد پژواک اژانس ته وويل چې د غنمو حاصل ډېر شوى، خو په بيه کې يې کوم بدلون نه دى راغلى او سږ کال يې بيه لوړه ده.
د نوموړي په وينا، تېر کال په دې وخت کې د يو من غنمو بيه ١٥٠ کلدارې وه، خو سږ کال چې حاصل يې ډېر شوى، بيه يې ١٨٠ کلدارو ته لوړه شوې ده.
د اروزګان د کرنې رييس سردارمحمد الکو هم د غنموسږني حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه بولي او د حاصل د زياتوالي لامل يې زيات ورښت په ګوته کوي.
ده زياته کړه چې په دغه ولايت کې هر کال په پراخه کچه غنم کرل کېږي او سږ کال د اروزګان په شاوخوا ۲۲ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو.
د هغه په وينا، سږ کال حاصلات ډېر و، خو زياتوي چې دوى ته يې کره کچه يا ارقام نه دي معلوم.
الکو وويل چې دوى له کروندګرو سره بېلابېل ډول مرستې کړې او ګڼ روزنيز پروګرامونه يې په لاره اچولي دي.
بلخوا د لغمان د کرنې مسوولين هم وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات زيات شوي دي.
د دغه ولايت د کرنې رييس رياست د ترويج امر انجنير محمدشاکر حميدي پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ٢٠زره هکتاره ځمکه غنم کرل کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال يې له يادې ځمکې ٥٠ زره ٢ سوه او ١٥ ټنه غنم ترلاسه کړي وو.
خو زياته يې کړه چې سږ کال ٦٠ زره ټنه غنم يې ترلاسه کړي دي.
د نوموړي په وينا، د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي لامل بزګرانو ته سالمې مشورې، اصلاح شوي تخمونه او د سرې ورکول دي.
دغه راز حميدي وويل چې سږنيو ورښتونو هم د غنمو پر حاصلاتو ښه اغېز کړى دى.
د لغمان د قرغيو ولسوالۍ يوه بزګر عبدالقدوس پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال يې له خپلې ځمکې درې خرواره غنم ترلاسه کړي وو.
خو هغه وايي چې سـږ کال يې له دې ځمکې تر پنځه خرواره زيات غنم ترلاسه کړي دي.
د هغه په وينا، د حاصلاتو د زياتوالي له امله اصلاح شوي تخمونه او د سره وه، چې د کرنې رياست له خوا ورکړل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP