کندهار ( پژواک، ١٦ زمرى ٩٣ ) : د کندهار امنيه قوماندان وايي، د کويټې شورا له تېرو دوو مياشتو راهيسې پر دې پلان کار کړى و، چې لومړى کندهار او هلمند او بيا له دې ځايه ټول افغانستان ناامنه کړي، خو هغوى دغه خطرناک پلان شنډ کړ.
جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې نن د زمري په ١٥مه په ژېړۍ ولسوالۍ کې خبريالانو ته وکړې.
هغه زياته کړه، د روژې مياشتې په وروستيو کې سلګونو وسله والو چې عربان، چيچنايان، پنجابيان او نور په کې شامل وو، پر ژېړۍ ولسوالۍ بريدونه پيل کړل، خو امنيتي ځواکونو يې په کلکه مقابله وکړه او هغوى يې محاصره کړل.
د نوموړي په وينا، دغه وسله وال له تېرو دوو مياشتو راهيسې د هلمند ولايت سره پر ډيورنډ کرښه د پرتو سيمو خوشکاوې او ګردي ځنګل په سيمو کې راغونډېدل او بيا په بېلابېلو بهانو د ميوند او پنجوايي ولسواليو له لارې ژيړۍ ته له خپلو وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى راغلي وو.
ده وويل: ((د کويټې شورا او په کويټه کې د لشکر طيبه په څېر نورو تروريستي ډلو د کندهار او هلمند او له دې ځايه د ټول افغانستان د ناامنه کولو پلان درلود.))
خو هغه زياته کړه، چې دغه پلان يې عملي کولو ته پرېنښود ، ټولو امنيتي ځواکونو له خپلې خاورې دفاع وکړه او راغلي وسله وال يې له يوې مخې له منځه يووړل.
د ده په خبره ، په عملياتو کې تر دې مهاله ١٧١ وسله وال وژل شوي، ٧٣ تنه ټپيان شوي او ٦٥ تنه ژوندي نيول شوي او تر سل ميله پورې سپکې او درنې وسلې چې ايرانۍ، پاکستانۍ او روسۍ دي، د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوې دي.
امنيه قوماندان په دغو عملياتو کې د ٨ پوليسو د وژل کېدو او ١٠ د ټپي کېدو او دغه راز د ملي اردو د ٦ سرتېرو د وژل کېدو او ٧ تنو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ، چې په مخامخ جګړه او د ماينونو په چاودنو کې يې ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ده په خبره، په دغو ټولو عملياتو کې ٥ تنو ملکي وګړو ته د ماينونو د چاودنو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي په دغه جګړه کې د شېخ محمد په نوم د يوه چيچنيايي قوماندان د وژل کېدو يادونه هم وکړه چې په کويټه کې اوسېده او اوسمهال د جګړې لپاره راغلى و.
ده د بهرنيانو تر څنګ د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو او د هغوى د سيمه ييزو قوماندانانو د وژل کېدو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: ((په دغه جګړه کې هغه ګڼ شمېر کورني قصابان هم له منځه يووړل شول، چې د پنجاب د ګټو لپاره يې خلک حلالول او وژل.))
هغه دا هم وويل، چې ژېړۍ ته راغلي ټول وسله وال له منځه وړل شوي او دې ته پاتې نه شول ، چې قاضيان او څارنوالان ورباندې پيسې واخلي.
نوموړي پر خلکو غږ وکړ ، چې کولاى شي خپل مړي له سيمو وباسي، ده وويل: ((په وژل شويو کې د سيمه ييزو وسله والو تر څنګ ډېرى يې د کرښې د هغې غاړې چمن، پښين، کچلاک او کويټې ښار اوسېدونکي دي او هغوى کولاى شي خپل مړي ولېږدوي.))
خبريالانو ته د نمونې په توګه د وژل شوو وسله والو جسدونه هم وښودل شول، چې په رېنجر موټرو کې بار شوي وو، خو امنيه قوماندان وويل چې ډېرى مړي د جګړې په ساحو کې په ويالو ، کروندو او باغونو کې پراته دي او سره صليب د هغوى د ويستلو چارې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه، تر عملياتو وروسته اوس د ژېړۍ ولسوالۍ امنيت ښه شوى، خو چاڼيز عمليات لا هم دوام لري، د امنيتي ځواکونو د انجنيرۍ ټيمونو تر دې مهاله ٢٥٠ ماينونه کشف او شنډ کړي او دغه چاره لا هم روانه ده.
جنرال رازق د عملياتو د دوام خبر ورکړ او ويې ويل: ((دا عمليات به د کندهار په ټولو سيمو کې تر سره کېږي او دوامداره وي او چې په هر قيمت وي وسله وال به له منځه وړي او ژوندي به يې نه پرېږدي.))
نوموړي د ژېړۍ په عملياتو کې د ايساف ځواکونو له تخنيکي مرستې هم مننه وکړه، چې پر مټ يې هغوى وتوانېدل وسله وال لا ښه تعقيب، تشخيص او له منځه يوسي.
هغه د ژېړۍ په عملياتو کې د بې ځايه شويو کورنيو څخه وغوښتل ، چې تر راتلونکو دوو درېيو ورځو ، چې سيمې له ماينونو پاکېږي، کولاى شي بېرته خپلو مېنو ته ستنې شي.
ده وويل، د عملياتو له امله شاوخوا ٦٠٠ کورنۍ بې ځايه شوي، چې د ولسمشر له خوا ورسره د مرستو ژمنه هم شوې ده.