Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار ته جنګي او اکمالاتي چورلکې ورکړل شوې

جلال اباد (پژواک ١٦ زمرى ٩٣): ننګرهار ولايت ته جنګي او اکمالاتي هوايي چورلکې په واک کې ورکړل شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ختيځ زون کې د نظامي هوايي ځواک قوماندان، پيلوټ ډګروال جان اغا پرون له والي سره ناسته کړې وه.

هغه زياته کړه، چې په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت په همکارۍ دغه زون ته څو (مې ۱۷) اکمالاتي چورلکې او (مې ۳۵) چورلکې منظور شوې دي چې ځينې يې د ننګرهار هوايي ډګر ته رارسېدلي او پاتې به يې په راتلونکې اونۍ کې راورسېږي.

پيلوټ جان اغا ويلي، چې (مې ۳۵) چورلکې به د توپچي، راکټ او دهشکې سيستم ولري او هم به د ضد مرمۍ دفاع ولري.

ډګروال جان اغا زياته کړه چې دغه چورلکې د جګړې پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو ته پر وخت اکمالات او په هر وخت کې به يې پوره حمايه کوي.

ده  وويل: ((د ننګرهار په هوايي ډګر کې د افغان نظامي هوايي الوتکو تر څنګ د ملکي برخې ترمينل هم د هوانوردۍ کار کوونکو ته په واک کې ورکړل شو.))

نوموړي  همداراز وايي، چې ډېر ژر به د ننګرهار له هوايي ډګر څخه د ملکي پروازونو لړۍ هم پيل شي.

د هوايي ډګر قوماندان زياته کړه چې د نظامي ترمينل لپاره د ايساف ځواکونو ديارلس ميليونه ډالر منظور شوي چې چارې يې په عملي ډول پخوا پيل شوې دي.

د ده په وينا، ډېر ژر به د دغه ترمينل چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي .

د والي وياند بيا وايي چې والي مولوي عطاء الله لودين خوښي ښودلې او زياته کړې يې ده چې وروسته له دې به په هغو سيمو کې چې هوايي ځواک ته اړتيا وه په ډېرې چټکۍ سره هوايي ځواک ځان رسوي او مشکل به حلوي.

والي لودين ډاډ څرګند کړ ى چې د ملکي هوايي چلند د الوتنو لړۍ به هم له همدې هوايي ډګره ډېر ژر پيل شي، چې په پيلېدو سره به يې د شرقي زون د سوداګرو او په ځانګړي ډول د حجاجو د تګ را تګ ستونزې هوارې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.