Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار چارواکي  :د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون ٦٩ وسله وال وژل شوي

جلال اباد ( پژواک، ١٦ زمرى ٩٣ ) : د ننګرهار چارواکي وايي ، چې په خوګياڼو کې يې پراخه عمليات پيل کړي او په ترڅ کې يې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ګډو ملي ځواکونو تېر ورځ په خوګياڼو، حصارک او شېرزادو ولسواليو کې پراخ  ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې تر اوسه ٦٩ وسله وال وژل شوي او درې نور يې ژوبل شوي دي.

مشرقيوال وويل ، چې په وژل شويو کسانو کې د شېرزادو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال هم شامل دى او په ټپيانو کې د هغوى يو مهم قوماندان  هم شته .

د احسان الله په نامه د شېرزادو  ولسوالۍ د شګۍ د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې عملياتو کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې يوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند هم د دوو ملکي وګړو ټپي کېدل تاييد ، خو زياته يې کړه، چې په دې عملياتوکې دولتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.