ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د وسله والو طالبانو پنځه مهم قوماندان نيول شوي

author avatar
7 Aug 2014 - 18:53
author avatar
7 Aug 2014 - 18:53

لښکرګاه، کلات (پژواک ۱۶ زمرى ۹۳): چارواکي وايي، په هلمند کې ولايت کې د وسله والو طالبانو پنځه مهم قوماندان نيول شوي او په زابل کې د ماين پاکۍ يوې موسسې دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم د پنجشنبې په ورځ (د زمري ١٦مه) د دې ولايت د ملي امنيت په انګړ کې رسنيو ته وويل، چې دغه کسان په تېره يوه اونۍ کې نيول شوي ، چې په لښکرګاه او شاوخوا سيمو کې يې فعاليت کاوه.

ده زياته کړه، ملا عبدالرفيع (مشهور په مولوي غزالي) او د هغه مرستيال ملا اغا جان يې د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په مربوطاتو کې له اته ميله وسلو او دوو ځانمرګو واسکټونو سره يوځاى نيولي دي.

د هغه په خبره، يادو کسانو د وسله والو طالبانو د وسلو او نورو تجهيزاتو د اکمالاتو مسووليت په غاړه در لوده، چې د نهرسراج له لارې يې د هلمند شمالي ولسواليو ته لېږدول.

والي وايي، د محمد عوض په نوم يو بل تن يې هم له ځانمرګو بريدکوونکو سره د مرستې او له يوې سيمې بلې ته د لېږد په جرم نيولى او دغه راز د ملا اخترمحمد په نوم يو تن، چې د طالبانو له خوا د باغران د ولسوال په توګه ټاکل شوى و، هم نيولى دى.

نوموړى زياتوي، همدارنګه يې د عين الدين په نوم د سنګين لپاره د طالبانو يو مهم ماين خښوونکى نيولى دى.

جنرال نعيم وويل، ټولو نيول شويو کسانو په خپلو کړيو جرمونو اعتراف کړى دى.

نيول شويو مولوي غزالي او ملا اغاجان، پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د وسله والو لپاره د جنګي تجهيزاتو د برابرولو مسووليت درلود.

عين الدين هم وويل، چې تر دې مهاله يې د دولت پرضد د ماين په ايښودلو کې لاس در لود.

په همدې حال کې، د هلمند والي وويل، په هلمند کې يې وروستۍ جګړې چې په سنګين، مارجې، ګرشک، نهرسراج او موسى کلا ولسواليو کې وې، مهار کړې يې دي او له کندهار او هرات ولايتونو څخه نوي ځواکونه ورته رسېدلي دي.

د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د ماين پاکولو د يوې موسسې دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

د دې ولايت د شاه جوى ولسوالى ملک علي محمد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماين پاکۍ د (ايم سي پي اى) د موسسې دوه کارکوونکي د وسله طالبانو له خوا وژل شوي دي. 

 د ده په وينا، دغه کسان څه موده مخکې د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي وو او نن يې د يادې ولسوالۍ د سروشيلو په سيمه کې جسدونه موندل شوي دي.

 ولسوال زياته کړه، امنيتي ځواکونو د وژل شويو کسانو جسدونه د شاه جوى روغتون ته لېږدولي دي.

 په هلمند کې د نيولوشويو کسانو او همداراز په زابل کې د يادو دوو کسانو د وژلو په اړه تراوسه پورې وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.