کابل ( پژواک، ۱۷ زمری ۹۳ ) : د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو دیوه ملي ګډ حکومت په جوړولو موافقه کړې او په دې اړه یې پر یوه هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې وروسته له هغه لانجه ییزې شوې چې په دویم پړاو کې اشرف غني بریالی اعلان شو، خو بل کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د پایلو له منلو انکار وکړو.
ددې شخړې د هواري لپاره تیره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته راغلی و او ددواړو کاندیدانو ترمنځ دیوه ملي حکومت په جوړولو او د ټولو رایو د بیا شمیرلو او څیړنو هوکړه وشوه.
خو له تیرو څو اونیو راهیسې د رایو د بیاڅیړنو پروسه د ځنډ او خنډ ښکار شوه او ستونزې نورې هم زیاتې شوې، چې ددې ستونزو د بشپړ هواري لپاره دامریکا د بهرنی چارو وزیر جان کیري پرون یو ځل بیا کابل ته راغلی، له دواړو کاندیدانو او ولسمشر حامد کرزي سره یې ولیدل.
د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش سره د زمري په ۱۷مه، په یوه ګډه خبري غونډه کې دیوه ګډ ملي حکومت پر جوړولو د موافقې اعلان وکړ.
پر دې مهال ددواړو کاندیدانو یو شمیر لوړ پوړو غړو هم شتون درلود.
دواړو کاندیدانو په دې خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې دیوه ګډ حکومت د جوړولو پرموافقې او ګډې اعلامیې يې لاسلیکونه کړي دي.
دولسمشرۍ کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله په دغه خبري غونډه کې وویل چې تر دې وروسته به دواړه ډلې په ګډه سره کار کوي او زیاته یې کړه، چې دوی یوه بله مهمه مرحله ترسره کړه.
هغه زیاته کړه، چې یاده موافقه ددواړو ترمنځ تر خبرو اتر وروسته لاسلیک شوې او دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم په دې برخه کې د مرستې او همکارۍ لپاره کابل ته راغلی دی.
ډاکټر عبدالله وویل چې ددې هوکړې سره سره به د رایو د پلټنو پروسه به پرمخ وړل کیږي او دوی دسیاسي ګډو موخو لپاره به له یوه بل سره همکاري کوي.
ده زیاته کړه : (( درایو پایلې به له پلټنو وروسته اعلانیږي، یو بل لومړی او بل به دویم کیږي، خو تر هغې وروسته به موږ سره ګډ کار کوو.))
د ولسمشر بل کاندید ډاکټر اشرف غني وویل چې د افغانستان وضعیت ته په کتلو سره یې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوې موافقې او هوکړې ته رسیدلی دی.
هغه زیاته کړه : (( موږ دواړه کاندیدان دافغانستان خلکو ته مسوول یو.))
ډاکټر اشرف غنی احمد زي وویل چې د هیواد د لوړو ملي ګټو لپاره یې دا هوکړه کړې ده
نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنو موضوع نور حل شوی او دافغانستان خلک دې نور ټاکنې شاته پریږدي.
دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې تر تیرې هوکړې وروسته ددواړو کاندیدانو ترمنځ یو لړ سوالونه رامنځته شوي وو، چې باید ځواب شوي وای.
هغه زیاته کړه، له دې پرته چې څوک به راتلونکی نوی ولسمشر کیږي، ددواړو کاندیدانو رول دافغانستان راتلونکي لپاره به ډیر مهم وي.
جان کیري وویل : (( دواړو ټیمونو موافقه کړې چې د رایو د پلټنو پروسه ادامه پیدا کړي، ددې ترڅنګ دواړه ټیمونه به دیوه حکومت د جوړولو لپاره په ګډه کار کوي ، دواړه ډلې دافغانستان راتلونکي لپاره کار کوي نه د ځآن لپاره.))
دامریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د اجرایوی ریاست پست رامنځته کول دافغانستان داساسي قانون خلا ف نه دی او نه هم په افغانستان کې پارلماني نظام رامنځته کوي او نه هم د ولسمشر اختیارات کموي.
په یاده خبري غونډه کې نه هم جان کیري او نه هم دواړو کاندیدانو د اجرايیوي ریاست د صلاحیتونو په اړه معلومات ورنکړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP