Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني، جلال اباد (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): چارواکي وايي، په غزني کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان او ننګرهار کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د ده يک ولسوال کريم الله ټولواک د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر ناوخته د دې ولسوالۍ د نواباد په سيمه کې، بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر يوه موټر بريد کړى دى.

ده زياته کړه، په دې بريد کې د دې ولسوالۍ د طالبانو يو مشهور قوماندان عبدالله، چې په ګرګه مشهور و، وژل شوى او درې نور ملګري يې ټپيان شوي.

د هغه په وينا، وژل شوي قوماندان د سيمې په ډېرو ناامنيو کې لاس درلود او ټپيان طالبانو له سيمې لېږدولي دي.

د سيمې يو اوسېدونکى سميع الله وايي، چې بريد د طالبانو پر سراچه موټر شوى، چې د هغوى يو بل قوماندان قاري دوست هم په ټپيانو کې شامل دى.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې درې وسله وال وژل شوي او څلور ژوندي نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته حصارک ولسوالۍ په جوکان سيمه کې د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو له لوري عمليات شوي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو مخالفينو درې کسان وژل شوي او څلور يې ژوندي نيولي دي.

دى زياتوي، په عملياتو کې عامو وګړو او امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د مشرقيوال په خبره، په شېرزادو ولسوالۍ کې هم د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پيل شوي، چې تر دا مهاله يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړى وايي، عمليات لا هم دوام لري، ترڅو سيمه له وسله والو پاکه کړي.

وسله والو طالبانو بيا د يادو دواړو پېښو په اړ تردې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.