Language

پر کونړ د پاکستان په تازه بريدونو کې دوو تنو ته مرګ  ژوبله اوښتې

اسعداباد (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): د کونړ چارواکي وايي، چې د پاکستان له خوا پر دغه ولايت يو ځل بيا ١٣٣ توغندي توغول شوي، چې له امله يې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د پاکستاني پوځيانو له خوا توغول شوي توغندي د دانګام ولسوالۍ پر زاړه برول، خاره کچلي ګوريګا، تبيله او ځيــنو نورو سيمو لګېدلي دي.

هغه زياته کړه، د دغو بريدونو له امله په زاړه برول سيمه کې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د والي په وينا، دغو بريدونو په يادو سيمو کې طبيعي ځنګلونو ته هم زيان اړولى دى.

جلاله دغه پاکستاني بريدونه په کلکه وغندل او زياته يې کړه، چې که يې مخه ونه نيول شوه ، نو د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې دغه بريدونه زيات شوي او هره ورځ لسګونه توغندي توغول کېږي، چې له امله يې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي.

Related Topics