لومړى تعقيب-کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): د کابل ښار په احمد شاه بابامينه کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د ملي اردو څلور منسوبين او يوې ښځې او ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي ټپيان شول.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، چې دغه پېښه نن سهار شپږ نيمې بجې د کابل ښار ١٢ مې ناحيې اړوند ساحه احمد شاه بابامينه کې رامنځته شوه.
د عظيمي په خبره، دغه پېښه د سړک پر غاړه په يوه ګلدان کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوه.
عيني شاهدان وايي، نن سهار شاوخوا اوه بجې يو ماين د سړک پر غاړه يوې پوسته خانې ته نږدې په ګلدان کې ځاى پر ځاى شوى و.
سرچينې د ټپيانو د روغتيايي وضعيت په اړه معلومات ورنه کړل.
خو د حضرت ګل په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ټپيان پر وخت روغتون ته رسول شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت هېڅ ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده ، چې نږدې درې اونۍ وړاندې هم د ولسمشرۍ رياست پر کارکوونکو د سړک غاړې ماين په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان وو.