ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي يووالي د حکومت جزئيات به ډېر ژر څرګند شي

د ملي يووالي د حکومت جزئيات به ډېر ژر څرګند شي

author avatar
10 Aug 2014 - 20:22
د ملي يووالي د حکومت جزئيات به ډېر ژر څرګند شي
author avatar
10 Aug 2014 - 20:22

کابل (پژواک ١٩ زمرى ٩٣): د ولسمشرۍ د دواړو ټاکنيزو دفترونو غړي وايي، ډېر ژر به د ملي يووالي د حکومت د رامنځته کېدو په موخه د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو تر منځ د سياسي هوکړه ليک په اړه يو کميسيون رامنځ ته شي.

دغه کميسيون، د هغه سياسي هوکړه ليک له مخې، چې د زمري مياشتې په ١٧مه د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري لاسليک شوى، د دواړو ټاکنيزو ټيمونو له غړو جوړ شي.

د ټاکنو لړۍ د بشپړېدو مودې لپاره د چوکاټ نهايي کول، د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د ټاکلې نېټې ټاکل او د اساسي قانون په چوکاټ کې د سياسي هوکړه ليک د تفصيلي متن ترتيب او د دواړو نوماندانو ترمنځ د چنګاښ مياشتې د ٢١ مې نېټې د هوکړې لپاره چوکاټ جوړول به د دغه کميسيون له مهمو دندو څخه وي.

د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيز ټيم وايي، دوى د دغه کميسيون لپاره خپل استازى ټاکلى او په دې اړه خپل سيال ټيم ته په تمه دي، چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.

د دغه ټيم يوه وياند مجيب رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کميسيون تر اوسه پورې نه دى رامنځته شوى، خو کله چې له دواړو لورو د دغه کميسيون غړي وټاکل شي، نو د هوکړه ليک پر تفصيل به هم کار پيل شي.

رحيمي زياته کړه: “داسې هوکړه شوې، چې ګډ کميسيون به د کار د څېړنې او همدارنګه د هوکړه ليک د تدوين په موخه رامنځته شي؛ موږ دغه کميسيون ته خپل اړوند استازى ټاکلى، اوس نو دې ته انتظار باسو، چې سيال ټيم هم دغه کميسيون ته خپل استازي وټاکي.”

نوموړي وويل، تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه کميسيون به څو غړي لري، خو د کار ميکانيزم او د هغوى شمېر به د دواړو ټاکنيزو لورو له خوا د مشورې له مخې ټاکل کېږي او د هغوى ډېرې خبرې اترې به د ملي يووالي د حکومت د څرنګوالي په اړه وي.

د رحيمي د معلوماتو له مخې، په دغه کميسيون کې به د اصلاحاتو او همپالنې ټيم استازى، محمد ناطقي وي.

بلخوا د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام ټيم وايي، دوى په دغه کميسيون کې د خپل استازي د ټاکلو په موخه په خپل منځ کې سلا کوي او تر سبا پورې به خپله وروستۍ پرېکړه څرګنده کړي.

د دغه ټيم يوه وياند نعمان شينواري، د دغه کميسيون د کار د محور په اړه پژواک ته وويل: “همدا اجمالات، چې په اعلاميه (د دواړو نوماندانو تر منځ سياسي هوکړه ليک) کې موجود دي، دغه اجمالات تفصيل کړي، په يوې تفصيلي هوکړه ليک او د اعلاميې په ټولو موادو دې کار وکړي.”

شينواري وويل، د ملي يووالي د حکومت جزئيات به دغه کميسيون وړاندې کړي.

د ملي يووالي د حکومت رامنځته کول، هغه اصطلاح ده چې د اوسنيو ټاکنيزو ناندريو د له منځه  وړلو او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړيتوب، ټاکنيزې لړۍ ته د عبدالله عبدالله د دننه کېدو لپاره مطرح کېږي.

د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د تېرې جمعې (د زمري ١٧مه) د سياسي هوکړه ليک، چې د دواړو له لوري لاسليک شوى؛ دواړو نوماندانو ته اجازه ورکوي، چې په ګډه سره د راتلونکي نظام د جوړېدو لپاره اقدام وکړي.

په  ياده درې ماده يي هوکړه ليک کې راغلي، چې د ١٣٩٣ کال د ټاکنو بريالى نوماند له هغه وروسته، چې د هېواد چارې په لاس کې واخلي، نو له ځنډ پرته به د حکومت اجرايوي رياست پست رامنځته کوي او د دوو کلونو په ترڅ کې به د اجرايوي لوى وزير پر څوکۍ د بدلېدو په موخه لويه جرګه رابلل کېږي.

د دولت په لوړو څوکيو کې د چارواکو د ټاکلو پر مهال هم بايد د اصلاح لپاره مشوره هم د يادې هوکړې په ځانګړتياوو کې راځي.

د چنګاش په ٢١ مه، دواړو نوماندانو په خپل منځ کې په يوه ٧ ماده يي هوکړې سره سلا شول، چې له پورته يادو شويو ځانګړتياوو سربېره به د حکومت اجرايوي مشر د “اجرايوي لومړي وزير” چارې، د څوکۍ تر بدلون پورې، په واک کې لري.

د دغه هوکړه ليک په ٤مه ماده کې راغلي: “ولسمشر به د اپوزيسيون مشرتابه مقام رامنځته کوي او د ټاکنو بايلونکى نوماند به په دې اړه د خپلې خوښې وړ شخص ټاکي، ترڅو د دغه مقام چارې پر مخ يوسي.”

پنځمه ماده يې داسې وايي: “د ملي امنيت، خپلواکو بنسټونو او د حکومت په اقتصادي او نورو مهمو مقامونو په ټاکنه کې به د مساويتوب او برابرۍ له مخې، همدا مهم کسان د ولسمشر او د اپوزيسيون د مشر له لوري ټاکل کېږي. د وزارتونو، قضا او د د ولايتونو په کچه مهم چارواکي به عدالت ته په پام سره به د اپوزيسيون د مشر په مشوره د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي.”

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.