Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ١٩ زمرى ٩٣): د بښنې نړيوال سازمان وايي، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له خوا په پوځي عملياتو کې د ملکي تلفاتو په اړه د حساب ورکونې روحيه شتون نه لري.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د بښنې د نړيوال سازمان (ايمنسټي انټرنيشنل) له پلاوي سره نن په ارګ کې وکتل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، نوموړي پلاوي په افغانستان کې په تېرو پنځو کلونو کې د نړيوالو ځواکونو په پوځي عملياتو کې د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو په اړه، د دوى د څېړنو موندنو په اړه، ولسمشر حامدکرزي ته معلومات ورکړل.

د دغه پلاوي مشرې مېرمن نيکولا ډک ورټ ويلي، د دوى څېړنې دا څرګندوي، چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له خوا په پوځي عملياتوکې د ملکي تلفاتو په باب د حساب ورکونې روحيه شتون نه لري.

د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان ولسمشر نوموړي پلاوي ته وويل: “ډېر خوښ يم چې تاسو په داسې يوه مهمه موضوع کار کړى دى، چې هغه د افغانستان او امريکا ترمنځ په اړيکو کې د اختلاف اصلي موضوع ده.”

کرزي ويلي، دى په دې باور دى، چې ملکي تلفات بايد په هېڅ صورت رامنځته نه شي، زموږ او تاسو هدف او کوښښ بايد دا وي، چې ملکي تلفات ودرول شي.

ولسمشر زياته کړې: “له کلونو راهيسې زما اصلي تمرکز پر دې و او دى، چې د ملکي تلفاتو له رامنځته کېدو بايد مخه ونيول شي.”

د يادولو وړ ده، چې د ملکي تلفاتو په اړه د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې په تېرو پنځو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي تلفاتو د لسو مواردو په باب څېړنې کړې دي.

دغه لس موارد ښيي، چې لږ تر لږه ۱۴۰ ملکي وګړي د بهرنيو پوځيانو له خوا وژل شوي چې شاوخوا ۵۰ تنه يې ماشومان دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.