Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه (پژواک ۱۹زمری۹۳): د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو پوليسو عمومي قوماندان وايي، د هلمند جګړه له پوځې لارې نه، بلکې د خلکو په مرسته له سياسي او سوله ييزو لارو چارو هوارېداى شي.

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو پوليسو عمومي قوماندان اسدالله شېرزاد، دغه څرګندونې د يکشنبې په ورځ (د زمري ١٩مه) د بست په هوايي ډګر کې په يوه غونډه کې خبريالانو ته وکړې.

نوموړى، په دې وروستيو کې د هلمند جګړې د مهارولو لپار د دې ولايت د امنيتي ځواکونو ځانګړى قوماندان ټاکل شوى دى.

دى وايي، دغه دنده يې لنډ مهاله ده او د امنیتي حالاتو د کنټرول په موخه ور سپارل شوې ده.

د ده په وینا، هڅه به وکړي، چې په لږ وخت کې د هلمند ولايت له مشرانو سره وګوري او په سوله يیزه توګه د دې ولايت په ځينو ولسواليو کې پيل شوې جګړه پاى ته ورسوي.

نوموړي له عامو خلکو غوښتنه وکړه، چې د امنيت په ټنګښت کې له پوليسو سره مرسته وکړي، ځکه روانې جګړې يې په ګټه نه دي.

شېرزاد په دې ولايت کې د ناامنيو زياتېدل او د امنيتي ادارو تر منځ نه همغږي تاييد کړه، خو يادونه يې وکړه، چې دا ستونزې به هم هوارې کړي.

دې لوړپوړي امنيتي چارواکي وويل: ((د هلمند جګړې يواځې له پوځي  لارې نه حل کېږي، له دې امله باید له سیاسي او نورو سوله يیزو پروګرامو او قومي مشرانو مرسته وغوښتل شي.))

نوموړي هیله وښوده، چې ډېر ژر به دا جګړې پای ته ورسېږي، خلک به هوسا ژوند ته راوګرځي او د دې کار لپاره به خپل پروګرامونه پلي کړي.

په هلمند کې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهيسې، له څلورو شمالي ولسوالیو سربېره په مرکزي سیمو او سوېلي ولسوالیو کې دناامنیو لمن پراخه شوې ده.

په دې جګړو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زيات شمېر کورنۍ بې ځايه شوې دي.

کورنيو چارو وزارت څه موده مخکې د دې جګړو د مهارولو لپاره، دې ولايت ته نوى امنيه قوماندان ولېږه چې ويلي وو، ياده جګړه د بې غورۍ له امله غځېدلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.