Language

غزني ښار(پژواک،١٩زمرى۹۳):وسله والو طالبانو په غزني ولايت کې د څو تنو پاڅون کوونکو کورونه سوځولي، خو طالبان دا ځايونه  د سيمه ييزو پوليسو مرکزونه بولي.

سيمه ييز چارواکي او ځايي خلک وايي، دا پېښه له اختره څو ورځې مخکې شوې،چې په کې ديني کتابونه او قران شريفونه هم سوځېدلي دي .

پژواک خبري اژانس د دې پېښې ويډيويي فلم ترلاسه کړى، چې څو تنه په کې ددې کورنو د سوځېدو د څرنګوالي  او سوځول شوو قران شريفونو په اړه معلومات ورکوي.

د دې فلم په يوه برخه کې يوتن، چې په دواړو لاسونو يې  سوځېدلى قرانکريم نيولى په ژړغوني غږ لسګونو ننداره کوونکو ته وايي: ((دا وګورئ څومره ظلم يې کړى ؛دا خو له خارجيانو بدتر خلک دي؛ چې دا کارونه کوي. راووځئ د دې خلکو پر ضد لاريونونه وکړئ.))

د ويډيويي فلم په بله برخه کې  بيا سلګونه کسان ښکاري؛چې د دې پېښې په غبرګون يې لاريون کړى او د وسله والو طالبانو پر ضد  شعارونه ورکوي.

دغه راز د يادې ولسوالۍ يو تن پاڅون وال پژواک ته وويل، چې تر اختره دوه شپې مخکې لسګونو وسله والو د ″ګودام کلا″ په سيمه کې د پاڅون کوونکو کورونه سوځولي دي.

هغه د نوم  نه اخيستو په شرط  له پژواک سره په غږيزه مرکه کې وويل، چې په سوځول شوو کورونو کې د ده کور هم شامل دى او ټول دکور سامان الات يې په کې له منځه تللي دي.

د دې ولسوالۍ يو بل تن پاڅون وال احمدالله پژواک ته وويل، چې وسله والو دا اور اچونه د شپې له خوا کړې او خلک يواځې پر دې بريالي شوي، څو له کورونو څخه خلک راوباسي.

هغه وايي، چې په دې اور اچونه کې هيچاته ځاني زيان نه دى اوښتى.

د دې ولسوالۍ يو تن ځايي اوسېدونکي نورالله پژواک ته د دې پېښې تاييد تر څنګ وويل، چې  له وسله والو طالبانو سره د اور اچونې پر مهال بهرني وسله وال هم ملګري وو.

دغزني د والي ویاند شفیق ننګ پژواک ته وويل، چې وسله والو طالبانو په مقر ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو کورنه سوځولي، چې په کې قران شريفونه هم  سوي دي.

ننګ وايي، په دې ولسوالۍ کې يو شمېر پاڅون کوونکي هم شته، چې د دې ولسوالۍ ډېرى سيمې يې  د وسله والو له  شتون څخه  پاکې کړې دي.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل، چې په غزني کې يې د سيمه ييزو پوليسو پر مرکزونو بريد کړى ، خو د خلکو کورونه يې نه دي سوځولي.

مجاهد په دې بريد کې د قران شريفونو د سوځېدو خبرونه رد  او يادونه يې وکړه، چې تر بريد لاندې   راغلي ځايونه  د دوى په وينا، د سيمه ييزو پوليسو دوه مرکزونه وو ، چې له منځه تللي دي.

Related Topics