فراه (پژواک ۲۰ زمرى ۹۳): ناپېژانده وسله والو په فراه کې د ترافيکو يو پوليس پر ډزو وواژه، بلخوا د هلمند په ځينو امنيتي پېښو کې اته ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد کارګر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت غړى ساتنمن عبدالقیوم د دوو موټرسايکل سپرو له خوا نن سهار شاوخوا شپږ بجې له خپل کور دندې پر لاره د فراه د مرکز اړوند په کُرجي سیمه کې ووژل شو.
کارګر وايي چې پر عبدالقيوم بريد کوونکي په تېښته بریالي شوي خو پولیسو يې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند په بېلابېلو پېښو کې اته ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول لومړي بریدمل شاه محمود اشنا پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تېره ورځ د سنګین ولسوالۍ په سپین کارېز سیمه کې پر یوه موټرسایکل د ماین چاودنه شوې چې یو نارینه او یوه ښځه وژل شوي دي.
نوموړي وویل چې ماین په ياده سيمه وسله والو ځاى پر ځاى کړى و.
دغه راز په همدې ورځ د واشير ولسوالۍ د توتانو په سیمه کې هم د ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ټپيان وو.
د سرچينې په وینا چې نن د زمري په ۲۰مه د لښکرګاه ښار اړوند د لښکري بازار په سیمه کې هم د ماین په یوه چاودنه کې یوه ماشومه نجلۍ ټپي شوې ده.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP