Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوګياڼو کې ٣٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): په ختيځ کې امنيتي مسوولين وايي چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې ٣٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د خوګيان په خدر خېلو سيمه کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ٣٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړى وايي چې کورنيو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

په ختيځ کې د  ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل چې د اختر له څلورمې ورځې راهيسې په خوګياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو کې پيل شوې عمليات اوس هم دوام لري.

نوموړي وويل چې تر دې مهاله په يادو عملياتو کې ١٢٠ وسله وال وژل شوي او ٥٣ نور ټپيان دي.

د هاتفي په خبره چې په وژل شوو کې د وسله والو مهم قوماندان هم وژل شوى او اوه نور د ګاونډي هېواد د پنجاب سيمې وو.

نوموړى وايي: ((ځينو پاکستانيانو همدا راز د جګړې په پلان جوړونه کې له وسله والو سره مرسته کوله، ځيني يې سرګروپان هم وو.))

دى وايي چې ياد عمليات د هاشم خېلو له خوړ څخه پيل او تر ګندمکه رسېدلي، چې د عملياتو لومړۍ جګړه ييزه برخه پاى ته رسېدلې او نن يې چاڼيزه برخه پيل شوې ده.

د نوموړي په وينا چې په عملياتو کې وسلې، مهمات او موټر د دوى لاسته ورغلي او هم يې دوه تنه مشکوک يولي دي.

د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي رحمت پژواک اژانس ته وويل چې په شېرزادو کې عمليات ترسره شوي او ځاى ځاى نښتې هم رامنځته شوي دي.

دى وايي چې يو شمېر عامو وګړو ته هم په نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې، وسله وال هم وژل شوي او امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال هم وړمه ورځ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي وو چې په عملياتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او عمليات په برياليتوب سره روان دي.

وسله والو طالبانو د يادو دولتي ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى يوه وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې يې څلور پوځي موټر او ګڼ شمېر سرتېري يې له منځه وړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.