Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان چارواکي د طالبانو له کمين څخه روغ وتلي

فيض اباد، دوهم تعقيب (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د بدخشان ولايت چارواکي، چې د وسله والو طالبانو په کمين کې ګېر شوي و، د درېيو طالبانو له وژل کېدو او د ملي امنيت د څلورو سرتېرو په ګډون د اتو تنو له ټپي کېدو وروسته، له کمين څخه روغ وتلي دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت والي شاه ولي الله اديب، د ملي امنيت مشر او امنيه قوماندان له يو شمېر نورو چارواکو سره يوځاى په جرم ولسوالۍ کې د پوليسو او ملي اردو له قطعو څخه تر ليدنې وروسته د بدخشان مرکز فيض اباد ته د ستنېدو په حال کې و، چې په لاره کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شول.

هغه زياته کړه، چې د دغه کاروان په سر کې د ملي امنيت ځواکونه روان وو او د جرم په علي مغل ها پله کې يې له وسله والو طالبانو سره نښته پيل کړه، چې په پايله کې يې د ملي امنيت څلور سرتېري ټپيان شول.

فروتن وويل، چې په دې پېښه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور يې ټپيان دي.

د والي وياند زياته کړه، چې والي او له هغه سره ملګرى پلاوى بېرته د جرم ولسوالۍ مرکز ته ستون شوى او ټاکل شوې، چې تر ماښام پورې فيض اباد ته ستانه شي.

له سيمې څخه يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې د بدخشان د چارواکو کاروان د ملي اردو د هوايي ځواک په مرسته د طالبانو له کلابندۍ ژغورل شوى دى.

د هغه په وينا، په دې نښته کې د دغه ولايت د ملي امنيت د مشر سکرتر هم ټپي شوى او د ملي امنيت رييس، فيض اباد ته د هليکوپټر په وسيله لېږدول شوى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د بدخشان د والي وياند پژواک ته ويلي و، چې ټاکل شوې نن له غرمې وروسته د جرم ولسوالۍ په دهن خستک سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد هوايي او ځمکني عمليات په لاره واچول شي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې چې د ملي اردو د ځواکونو په مشرۍ به پيل شي، په ترڅ کې به يې په دهن خستک سيمه کې د طالبانو نظامي اډه هم تصفيه شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دغې سيمې لوړې او حاکمې برخې د طالبانو له کنټرول بهر شوې او طالبان امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه شي اړولى.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.