اسعداباد (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د کونړ چارواکي وايي، چې پر ناړۍ ولسوالۍ د لسګونو وسله والو ډله ييز بريد يې پر شا تمبولى او ګڼه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وخته لسګونه وسله والو د ناړۍ ولسوالۍ د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې تر بريد وروسته وسله وال د سرحدي پوليسو او د سيمې د اوسېدونکو له کلک غبرګون سره مخ شول.
د ده په خبره، په دغه بريد کې ٧ سرحدي پوليس ټپيان او دوه مېرمنې د وسله والو له خوا د يوې توغول شوې مرمۍ د لګېدو له امله وژل شوې، دوه مېرمنې او دوه ماشومان ټپيان دي.
والي وايي، له هغو ولسي خلکو چې د پوليسو مرستې ته ورغلي وو، يو تن يې وژل شوى او پنـځه نور ژوبل دي.
د هغه په وينا، وسله والو د څه وخت لپاره د سيمه ييزو پوليسو پوسته هم نيولې وه، خو وروسته پوليسو بېرته ونيوله.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد د يوه پاکستاني پوځي افسر کرنېل يوسف پر مشرۍ پلان شوى و.
هغه زياتوي، په دې نښته کې ١٢ وسله وال وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، په بريد کې تحريک طالبان پاکستان، لشکر طيبه او افغاني طالبانو برخه اخيستې وه.
طالب وياند ذبيـح الله مجاهد بيا د ناړۍ ولسوالۍ په اړه وايي، چې ١٩ پوليس يې وژلي او دوه يې ژوندي نيولي دي.
هغه د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د کونړ والي وايي، نن يو ځل بيا د پاکستان له خوا پر دغه ولايت ٨٣ توغندي توغول شوي، چې مالي زيانونه يې اړولي دي.