Language

د ولايتي شوراګانو د رايو بيا شمېرنه چهارشنبې پيلېږي

کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نه همکاري او د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو بيا څېړنه د ولايتي شوراګانو د وروستۍ پايلې په اعلان کې د ځنډ لامل بولي، خو وايي چې د شکمنو رايو بيا شمېرنه به راتلونکې چهارشنبې پيل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم د ولسمشرۍ ټاکنو د تفتيش بهير د ولايتي شوراګانو د وروستيو پايلو د ځنډ لامل بولي او وايي چې د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره همکاري لري.

د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شوې. د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٧١٣ کسانو ګډون کړى  و او د لومړنيو پايلو له مخې چې د غويي په ٣٠مه اعلان شوې، ٤٥٨ نارينه او ٩٧ ښځو له ٣٤ ولايتونو څخه ولايتي شورا ته لار موندلې ده.

ټاکل شوې وه چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پايلې د شکايتونو له څېړنې وروسته د روان کال د غبرګولي مياشتې په ١٧مه اعلان شي، خو دغه کار تر اوسه نه دى شوى.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د چنګاښ مياشتې په وروستيو کې ويلي و، چې د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته د ولايتي شورا د معترضو نوماندانو په غوښتنه د شکمنو صندوقونو بيا شمېرنه پيل شوې او له همدې امله د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې ځنډېدلې دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني تېره ورځ (د زمري ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شوراګانو د رايو بيا شمېرنه يواځې په کابل او ننګرهار کې لا هم نه ده بشپړه شوې.

هغه وويل، چې د رايو بيا شمېرنه د ولسمشرۍ ټاکنو د بيا تفتيش بهير له امله درېدلې وه، خو ټاکل شوې د روانې اونۍ د چهار شنبې په ورځ بېرته پيل او وروستۍ پايله يې له پاى ته رسېدو سره سمه اعلان شي.

هغه زياته کړه، چې د کابل او ننګرهار ولايتي شوراګانو د رايو بيا شمېرنه په قطعي ډول د ټاکنو خپلواک کميسيون پورې اړه لري، ځکه چې د ټاکنو خپلواک کميسيون ځينو کارکوونکو د رايو د ځاى پر ځاى کولو کې لاس درلود.

د هغه په خبره، تر هغو چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کابل ولايتي شورا  د رايو صندوقونه د دوى په  واک کې ورنه کړي، نو  نه شي کولى چې کارونه مخې ته بوځي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وويل، چې د کابل ولايتي شورا د رايو بيا شمېرنه د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو د بيا څېړنې له امله تر اوسه نه ده بشپړه شوې او په ولايتونو کې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره همکاري کړې ده.

په ورته وخت کې د ولايتي شورا ځينې معترض نوماندان، چې د کابل زرنګار پارک په څنګ کې يې خېمه وهلې، د ټاکنيزو کميسيونونو څخه غواړي، چې د رايو بيا شمېرنه د روانې اونۍ تر چهار شنبې پورې پيل او وروستۍ پايله ډېره زر اعلان کړي.

د ددغه معرضينو له ډلې د علي يزدان پرست په نامه يوه نوماند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا د معترضو نوماندانو تحصن ٧٤ مې ورځې ته رسېدلى، خو څوک يې غږ نه اوري.

يزدان پرست ادعا وکړه، چې د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې پراخ تقلب شوى دى.

هغه زياته کړه: ((خلکو په ډېرې لېوالتيا د خپلې خوښې نوماندانو ته رايه ورکړې، خو ځيني فريب کاره او متقلب اشخاص د افغانستان د خلکو برخليک له ستونزو سره مخ کوي.))

تېره ورځ په زرنګار پارک کې اته معترض نوماندان وو، خو يزدان پرست وويل، چې تر اوسه څه باندې ١٤٠ معترض نوماندان له دوى سره يو ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه: ((متقلب او فريبکاره انسانان که څه هم چې د ولايتي شورا نوماند وي، بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي او څېرې يې د رسنيو له لارې رسوا شي.))

نوموړى، چې د نورو په  استازيتوب يې خبرې کولې وويل چې که چېرې د رايو د بيا شمېرنې بهير د چهارشنبې په ورځ پيل نه شي، نو معترض نوماندان او د هغوى پلويان به لاريونونه وکړي.

همدارنګه د غزني د ولايتي شورا کانديد اسد دانش د دوشنبې ورځ (د زمري ٢٠مه) په زرنګار پارک کې د معترضو تحصن کوونکو په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې  ټاکنيز کمېسيونونه په کم کارۍ او د شکايتونو په نه څېړنه تورن کړل.

هغه وويل: ((خپل شکايتونه مو ثبت کړي دي،  خپلې هغه ويډيوګانې او تصويرونه مو چې ټاکنيز تقلب ثابتوي، د شکايتونو کمېسيون ته وسپارل، خو دغه شکايتونه ونه څېړل شول او د شکايتونو کمېسيون دروازه زموږ پر مخ تړلې ده.))

نوموړى په داسې حال کې، چې د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې يې نا کره وبللې د ټاکنو له کمېسيون يې غوښتنه وکړه، څو د هغو ولايتونو رايې له سره وڅېړي چې د تقلب او درغليو کچه په کې لوړه وه.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند په دې اړه وويل: ((موږ له هرې هغې وسيلې ملاتړ کوو، چې د معترضينو نوماندانو حقوق خوندي او حق يې تلف نه شي، د ټاکنو کمېسيون مکلف دى، چې اسانتياوې رامنځته کړي.))

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې چې د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه ترسره شوې، له اعتراضونو وروسته د رايو بيا شمېرنه لا هم روانه ده او ټاکل شوې تر دوو اونيو پورې پاى ته ورسېږي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.