Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ډيورنډ له پورې خوا د سرحدي پوليسو پر مرکز بريد شوى

جلال اباد (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولين وايي چې  د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د سرحدي پوليسو پر يوه مرکز بريد شوى دى.

په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسن خېل د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار وختي شوى دى.

هغه زياته کړه، د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې دوه توغندي توغول شوي  او د دوى پر مرکز لګېدلي خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

د نوموړي په وينا، دغه مرکز پخوا د بهرنيو ځواکونو اړوند  و، خو په دې وروستيو کې سرحدي پوليسو ته سپارل شوى  او اوسمهال په کې سرحدي ځواکونه مېشت دي.

حسين خېل وويل، د دوى کشفي ارګانونه په هڅه کې دي څو د توغندي اصلي ځاى په ګوته کړي چې د کرښې له پورې غاړې له کوم ځايه ويشتل شوى دى.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عبدالزي هم ياده پېښه تاييد کړې او وايي چې د ننګرهار والي دا   پېښې غندي .

دغه بريد په داسې حال کې شوى چې تېره ورځ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا د هېواد دفاعي او امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د پاکستان او د هغوى اړوند د وسله والو ډلو هر ډول بريدونه وځپي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.