کلات (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): په زابل ولايت کې د لومړي ځل لپاره د مېرمنو او دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ ډېرولو غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه چې د زمري په ٢٠مه د کلات د ښځو چارو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د دغه ولايت سلګونه مېرمنو او د څه باندې لسو ادارو رييسانو برخه درلوده.
د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې صديقې جلالي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروګرام يې په زابل کې د سيکا موسسې په مالي مرسته جوړ کړی او موخه يې د دغه ولايت ښځو ته د دولتي ادارو د فعاليتونو په اړه د معلوماتو رسول دي.
نوموړې زياته کړه، چې په نننۍ غونډه کې پر دولتي چارواکو سربېره ۱۸۰ مېرمنې او ۲۰ نارينه رابلل شوي، څو معلومات ترلاسه او له دولتي ادارو سره خپلې اړيکې پياوړې کړي.
د دې په خبره چې په زابل کې مېرمنې له سياسي او دولتي چارو لرې پاتې شوي او دا ډول غونډې کولى شي چې دغه واټن له منځه يوسي.
د هغې په وينا، دوى په پلان کې لري چې په راتلونکي کې هم دا ډول غونډې جوړې کړي څو دا اړيکې نورې هم پياوړې شي او مېرمنې وکولى شي چې په دولتي ادارو کې له خپلو حقونو دفاع وکړي.
د غونډې په لړ کې د دغه ولايت د يوولسو دولتي رياستونو رييسانو په روان کال کې د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
دوى د خپلو هغو پروګرامونو په اړه چې په کې مېرمني ډېر رول لري ، ډېر جزئيات ورکړل او له ګډونوالو يې غوښتنه وکړه چې د کارونو د لاښه والي لپاره خپل وړانديزونه او غوښتنې له دوى سره شريکې کړي .
د نسيمې په نوم د غونډې يوې ګډونوالې پژواک ته وويل چې تر اوسه دوى د دولتي ادارو له فعاليتونو او په دې ادارو کې د ښځو د رول په اړه هېڅ معلومات نه درلودل.
نوموړې دا ډول غونډې ګټورې وبللې او زياته يې کړه چې دوى خپل وړانديزونه هغوى ته سپارلي دي.
د يادولو ده ، دا لومړی ځل دی چې په زابل کې د دولتي ادارو د فعاليتونو په اړه ښځو ته دا ډول معلوماتي غونډه جوړېږي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP