Language

وسله والو د امبولانس چلوونکى وژلى

محمودراقي: (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د کاپيسا د عامې روغتيا چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو پر امبولانس ډزې کړې او چلوونکى يې وژلى دى.

د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ډاکټر مرزا محمد رجا د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى يو امبولانس له تګاب ولسوالۍ ملکي ټپيان لېږدول چې پر لاره وسله والو پرې ډزې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د امبولانس چلوونکى وژل شوى، خو ټپيانو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

دى وايي، په تګاب ولسوالۍ کې نن سهار جګړه شوې وه، چې په ترڅ کې يې سيمه ييزو پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د دغه ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه کتار چاودنه شوې ده.

په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان  خواجه  پژواک اژانس ته وويل چې دغه کتار له تګاب څخه د ولايت مرکز ته پر لاره و، چې د نجراب ولسوالۍ د چهار کلا په سيمه کې پرې چاودنه وشوه.

دى وايي چې په دې چاودنه کې د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

وسله والو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.