چاریکار (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): په پروان کې په داسې حال کې له نامسوولو وسله والو د وسلو ټولولو کمپاين پيل شو، چې په دې وروستيو کې هلته د دغو کسانو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي امنيت شورا د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست ته دنده ورکړه تر څو په پروان کې د نامسوولو کسانو د بې وسلې کولو په اړه ژر اقدام وکړي.
په پروان کې له پخوا هم ناقونونه وسله والو شتون درلود، خو وروسته له هغه ډېر او د خلکو د اندېښنې لامل شول او د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې له بن بست سره مخ شوې.
ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ تر دويم پړاو ټاکنو وروسته چې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، د بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ډله په ټاکنو کې پر درغليو تورنه کړه.
وروسته د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې لاريونونه وکړل او ګواښ يې وکړ چې که د هغوى د غوښتنو له منلو پرته اشرف غني احمدزى ولسمشر اعلان شي، نو دوى به موازي حکومت اعلان کړي.
اوس يادې دواړه ډلې د ټولو رايو په څېړنه او د ملي يووالي حکومت پر جوړېدو سره سلا شوي او د رايو څېړل دوام لري.
له يادو ټاکنيزو ستونزو سره په پروان کې د ناقانونه وسله والو تګ راتګ ډېر شوى او درې ځلې يې په مرکز چاريکارو او دوه ځلې يې په بګرام ولسوالۍ کې ترمنځ نښتې وشوې.
د راپورونو له مخې، په دغو نښتو کې درې عام وګړي وژل شوي او له يادو وسله والو شپږ يې ټپيان دي.
دغه راز په دې وروستيو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ناپېژانده کسانو له خوا څو تنه وژل شوي هم دي. چارواکو شخصي دښمني د دې وژنو لامل بللى دى.
ځيني خلک امنيتي ځواکونه دې ستونزې ته پر نه پاملرنه تورنوي، خو د پروان والي عبدالبصير سالنګي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو افغان ځواکونو (پوليسو، ملي امنيت او ملي اردو) نن په دغه ولايت کې د ښه امنيت د ټينګښت په موخه د ناقانونه وسلو د ټولولو کمپاين پيل کړ.
هغه وويل چې په دغه کمپاين کې ٤٠٠ امنيتي ځواکونه برخه لري.
دى وايي چې امنيتي ځواکونه به د ناقانونه وسله والو د بې وسلې کولو په اړه جدي اقدامات وکړي او ټول هغه کسان به بې وسلې او ونيسي چې په ناقانونه ډول وسلې ګرځوي.
ده له خلکو غوښتنه وکړه چې د ناقانونه وسله والو په اړه امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي او ويې ويل، د هغو کسانو نومونه پټ ساتل کېږي چې په دې اړه له دولت سره همکاري کوي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه به د ناقانونه وسله والو د بې وسلې کولو او تعقيب په برخه کې د هېچا پروا ونه ساتي او جدي عمل به وکړي.
ده د چا نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل چې اړوندو حکومتي چارواکو له هغو کسانو سره هم خبري کړي، چې ځانونه زورواکي ورته ښکاري.
د مموزي د څرګندونو له مخې، يادو کسانو هم ژمنه کړې چې د پروان د امنيت په ټينګښت کې او د ياد کمپاين د برياليتوب لپاره به اړينې کړنې ترسره کړي.
دى وايي، چې د کمپاين پر مهال له هغو کسانو هم د وسلو ګرځولو د اړتيا او څرنګوالي په اړه پوښتنې کېږي چې د وسلې ګرځولو جواز يې تر لاسه کړى دى.
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه کمپاين به تر هغه دوام وکړي، چې په دې ولايت کې امنيت ډاډمن شي او د ناقانونه وسلو ګرځولو بشپړه مخه ونيول شي.
د پروان ځينې اوسېدونکي هم د ياد کمپاين د پيل له امله خوښ دي، خو د ناقانونه وسلو د ټولولو په اړه د امنيتي ځواکونو جديت اړين بولي.
د چاريکارو اوسېدونکى محمديوسف صفار، د دې کمپاين پيلول غوره اقدام بولي، خو وايي که د کمپاين پر مهال له جديت څخه کار وانه خستل شي،نو مطلوب پايله به ونه لري، ځکه چې ډېرې ناقانونه وسلې له زورواکيو او هغو کسانو سره دي، چې په دولت کې دندې لري.
ده هم په دې اړه د چا نوم ياد نه کړ.
هغه هيله څرګنده کړه چې امنيتي ځواکونه وکولاى شي له يادو زورواکونو وسلې راټولې کړي تر څو د پروان د امنيتي وضعيت په اړه د خلکو اندېښنې لرې شي.
هغه، په دې ولايت کې د ناقانونه وسله والو د شتون د عواملو په اړه يواځې دومره وويل چې دغه وسله وال تر دويم پړاو ټاکنو وروسته ډېر شوي دي.
د چاريکارو بل اوسېدونکى، نويد عزيزي هم وايي، چې دغه وسله وال تر دويم پړاو ټاکنو وروسته ډېر شوي دي.
د ده په وينا، دولت د دې ستونزې د مخنيوي لپاره مخکې هم اقدام کړى و، خو مثبته پايله يې نه لرله.
عزيزي هم وايي، چې په دې اړه جدي اقداماتو ته اړتيا ده او که دا کار ونه شي کېداى شي په دې اړه پيل شوى کمپاين هم مثبتې پايلې ونه لري.
د پروان پخواني امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايى، د روان کال د چنګاښ په لومړيو کې پژواک ته ويلي،و چې په دې ولايت کې ناقانونه وسله وال شتون لري او دغه ستونزه له سياسي وضعيت سره تړاو لري.
ده ويلي و، په پام کې ده د دې ستونزې د مخنيوي په موخه يوه پوځي قطعه دې ولايت ته واستول شي، ځکه چې د پروان ډېر پوليس د همدې ولايت اوسېدونکي دي او په دې برخه کې ډېر موثريت نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP