Language

د شمال په ځينو ولايتونو کې چاڼيز عمليات روان دي

مزارشريف (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): د شمال زون په ډېری ولايتونو کې د ډاډمن امنيت په موخه د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي د زمري په ۲۱مه په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د دولت وسله وال مخالفين د سيمې د ناامنه کولو هڅه کوي، خو امنيتي مسوولين يې د عامو خلکو په ملاتړ په ښه توګه مخنيوی کوي.

نوموړي زياته کړه، وسله والو مخالفين هڅه کوي، چې د بېلابېل ډوله ماينونو له لارې د عامو خلکو تر منځ وېره خپره کړي؛ خو دوی يې مخه نيولې ده.

د هغه په وينا، د دوی د هڅو په پايله کې بېګا شپه د بلخ  ولايت په چمتال او چاربولک ولسواليو کې درې کسان د دولت د مخالفو وسله والو په نامه نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د دوی د معلوماتو له مخې، يادو کسانو له وسله والو سره اړيکې درلودې او د سيمې د ناامنه کولو هوډ يې لاره.

د هغه په وينا، له تېرو دريو مياشتو د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

رحيمي وويل، چې په دغو ماينونو کې ډېری ريموټ کنټرول او چسپکي ماينونه وو، چې په عامه ځايونو کې ځای پر ځای شوي وو.

همداراز نوموړي وويل، چې په دولت اباد ولسوالۍ کې ۴۱ کيلوګرامه ترياک، چې له دې ولسوالۍ د قاچاق په حال کې و، هم نيول شوي دي.

د بلخ امنيه قوماندان د شمال زون په کچه د وسله والو طالبانو پر وړاندې د امنيتي مسوولينو د روانې مبارزې ستاينه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ د شمال زون په کندوز، بغلان، فارياب او جوزجان ولايتونو کې د دوی په همغږۍ د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي، چې تر دې دمه ښې پايلې لري.

د هغه په وينا، د يادو عملياتو جزئيات به له پای ته رسېدو وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

Related Topics