Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي

کندوز (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): کندوز ولايت کې د دوو هوايي بريدونو په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، قوماندان حليم چې په تره کي مشهور دى، د دشت ارچي ولسوالۍ په باجوړيانو سيمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کي د ملا تره کي دوه ملګري هم چې په يوه کور کې پټ وو، وژل شوي دي.

حسيني وويل، چې درې نور وسله وال مخالفين د کندوز د مرکز په څنډه په کنم کلي کې د وسله والو پر پټنځاى راکټي بريد کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د سيمې يو اوسېدونکى شريف الله وايي، چې له امنيتي ځواکونو سره بايد هوايي مرسته موجوده وي، څو په ټولو سيمو کې ښه امنيت خوندي شي.

هغه وويل، چې امنيتي ځواکونو پرون د کندوز ښار په زړه کې د بالاحصار له تپې په کنم او ګورتپې سيمو کې د طالبانو پر پټنځايونو ډزې وکړې، چې خلک يې ډېر اندېښمن کړل.

هغه له امنيتي چارواکو وغوښتل، چې د دغه ولايت سيمې ژر تر ژره له طالبانو پاکې کړي او په دې اړه د خلکو ډاډ ترلاسه کړي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستيو کې له کنم، حضرت سلطان او له عليکه کليو څخه د جګړې له امله د خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ شوي ، چې اوسمهال د کندوز ښار په هوټلونو او د خپلوانو په کورونو کې اوسېږي.

خو امنيتي چارواکي وايي، چې د کندوز په نا امنو سيمو کې به پراخ چاڼيز عمليات پيل کړي، څو ټول بې ځايه شوي خپلو کورونو ته راستانه شي.

سيمه ييزو چارواکو پرون ويلي وو، چې په دغو سيمو کې د عملياتو پر مهال د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ١٦ مخالفين وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، خو وسله والو طالبانو بيا د څلورو امنيتي سرتېرو د وژنې او د کندوز د مرکز د لومړۍ حوزې د مرستيال په ګډون د ٧ کسانو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.