جلال باد (پژواک ٢٢ زمرى ٩٣): د ننګرهار او کونړ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د پاکستان پر ضد د امنيتي ځواکونو د هر ډول اقدام تر شا ولاړ دي.
د تېرې يکشنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې د هېواد دفاعي او امنيتي ارګانونو ته امر وشو چې د پاکستان له خوا بريدونه او لاسوهنې دې وځپل شي.
د ختيځو ولايتونو کونړ او ننګرهار ولسونه امنيتي ځواکونو ته ډاډ ورکوي چې دوى يې تر شا ولاړ دي او له خپلې خاورې په هر ډول دفاع وکړي.
د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي ساجد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د پاکستان پر وړاندې له حکومت سره په هر حال ولاړ دي.
نوموړى وايي، که چېرې حکومت پرې غږ وکړي، نو دوى به له خپلو وسلو سره يو ځاى له امنيتي ځواکونو وړاندې د جنګ ميدان ته ورشي.
هغه زياته کړه: ((همدا له ننه زموږ د کلي له دېرشو زيات ځوانان چمتو دي خپلې وسلې واخلي او د پاکستان پر ضد جهاد وکړي.))
د جلال اباد ښار اوسېدونکى او د مدني ټولنې فعال محمد شعيب پژواک اژانس ته وويل چې سر له ننه به په ښار کې يو شمېر ځوانان برابروي تر څو په ځوابي بريد کې د امنيتي سرتېرو تر شا ودرېږي او پر خپلو شخصي امکاناتو يې حمايه کړي.
نوموړى وايي : ((موږ ژمن يو چې په خپلو امکاناتو سره، د حکومت ملاتړ وکړو تر څو پاکستان ته وښيو چې موږ له خپلې خاورې په هر حال دفاع کوو.))
هغه پر امنيتي ځواکونو غږ وکړ، چې په ډاډه زړه دې د پاکستان د هر ډول بريدونو او لاسوهنو ځواب ورکړي .
د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکى ملک هجرت ولي پژواک اژانس ته وويل چې دوى به له حکومته ملاتړ کوي او د پاکستان ځواب ته يې تيارى نيولى دى.
ده زياته کړه : (( موږ لا له پخوا څخه تيار وو چې يو څوک راباندې غږ وکړي او اوس خو مو بهانه جوړه شوه، زموږ توره که يوځل راپورته شوه نو په اټک مو چې بيرغ نه وي درولى تر هغې نه کښينو.))
د نوموړي په خبره چې دوى به يوځل بيا پر پاڅون لاس پورې کوي او د ګاونډي هېواد د ظلم مخه به نيسي.
ددې ولايت قومي مشر ملک نصيب هم ګواښ کوي چې نور بايد د پاکستان د لاسوهنو او بريدونو ځواب ورکوي او دى چمتو دى چې په خپله وسله په لاس واخلي او د هغوى ځواب ورکړي.
ده وويل: ((نور د صبر کاسه نسکوره شوه، له پوليسه مخکې به زه يم اول به زه جنګ کوم بيا به پوليس جنګ کوي.))
په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل پژواک اژانس ته وويل چې دوى د مرکز امر ته غوږ دي او هر کله يې چې پرې امر وکړ نو دوى به اقدام کوي.
نوموړى وايي چې دوى هر ډول ځواب ته اماده دي او هېڅ ډول ستونزه نه لري.
حسن خيل زياته کړه: ((موږ په پوره ځواک سره اماده ګي نيولې په هر حال د لاسوهنو او بريدونو ځواب ورکولى شو.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP