Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په کامه کې ١٢ کيلومتره سړک جوړېږي

جلال اباد (پژواک ٢٢ زمرى ٩٣): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ١٢ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد سړک د کار پرانيسته والي مولوي عطاءالله لودين په داسې حال کې وکړه، چې د ملي شورا غړي، ځايي چارواکي او قومي مشران هم حاضر وو.

د ننګرهار والي وويل، دغه سړک چې د کامې ولسوالۍ د کاشکوټ په سيمه کې جوړېږي، ۱۲ کيلومتره اوږدوالی  او اته متره سور به ولري.

د نوموړي په وينا، دغه سړک د نړيوال بانک د څه باندې ١٥٠ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د فوايد عامې وزارت له خوا جوړېږي.

مولوي لودين وايي چې د دغه سړک چارې به په يوه کال کې بشپړې شي.

د ننګرهار والي زياته کړه، چې د سرک په اوږدو کې به ۱۱ معبرونه، ۴۹ پلچکونه او ۱۳ استنادي دېوالونه هم جوړ شي.

نوموړي ژمنه وکړه، ډېر ژر به د همدغه سړک په پاتې برخه، چې هغه هم دوولس کيلومتره کېږي کار پيل شي.

د کاشکوټ سيمې يوه اوسېدونکي حاجي سيد رحمن پژواک اژانس ته وويل چې د سړک د خرابوالي له امله دوى له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه زياته کړه، چې سيمه يې کرنيزه ده او نه شي کولى خپل حاصلات او نور توکي پر وخت جلال اباد ښار ته ورسوي.

نوموړي له حکومته مننه وکړه، چې د دوى د سړک جوړولو کار يې پيل کړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.