Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سالنګي: که مو امنيت ټينګ نه کړ په کور کېنو

چاريکار (پژواک ٢٢ زمرى ٩٣): ” که په دغه ولايت کې مو امنيت ټينګ نه کړ او له ناقانونه وسله والو مو وسلې راټولې نه کړې نو يو ګلابي ټکرى به پر سر کوم او په کور کېنم.”

د پروان والي عبدالبصير سالنګي دغه مطلب نن د دولتي ادارو د چارواکو او د ياد ولايت د مخورو په ناسته کې څرګند کړ او زياته يې کړه: “موږ دغه ځل جدي يو او په کلکه به عمل وکړو.”

په پروان ولايت کې له ناقانونه وسله والو د وسلو د راټولونې کمپاين چې ياد ناقانونه وسله وال په دې وروستيو کې د خلکو د اندېښنې لامل ګرځېدلي، درې ورځې وړاندې پيل شو.

د پروان والي د دغه ولايت د امنيت په برخه کې د وسلو راټولولو اقدام مثبت ګام وباله او ويې ويل: “ټول ناقانونه وسله وال به که هغه زورواکي او که غيرې زورواکي، بې وسلې به شي.”

د پروان والي زياته کړه، چې افغان ګډ ځواکونه (پوليس، اردو او ملي امنيت) په ياد ولايت کې د ښه امنيت ټينګولو لپاره له ناقانونو وسله والو د وسلو د راټولونې کمپاين پيل کړى دى.

بلخوا د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي په دې ناسته کې وويل، چې دغه کمپاين به له ناقانونه وسله والو د وسلو د راټولونې او په ياد ولايت کې د امنيت د ټينګښت تر مهاله دوام ومومي.

مموزي وويل، چې د ياد کمپاين له پيل څخه يې تر دې مهاله پورې ١٤ ناقانونه وسله وال له خپلو وسلو سره يو ځاى نيولي دي.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې له دې ډلې يې ٨ کسان په ضمانت خوشي شوي او پاتې شپږ نور چې د لويو جرمونو په ترسره کولو تورن دي، تر اوسه پورې په زندان کې دي او په اړه ترې څېړنې روانې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د کمپاين پر مهال ٧٠ موټرسايکلونه هم چې د دغه ولايت په نا امنيو کې به ترې ګټه پورته کېده، د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

پر دې سربېره د پروان امنيه قوماندان د يوه کرولا موټر له نيولو چې ويل کېږې په وسله والو پورې اړوند دى، خبر ورکړ.

د پروان ولايت يوه قومي مشر عبدالخليل فيضي د خبرو پر مهال وويل، چې د ناقانونه وسلو د راټولونې کمپاين داسې يو ګام دى چې تر اوسه کوم والي په دغه ولايت کې نه دى پلى کړى.

نوموړي د دغه ولايت د والي او امنيه قوماندان دغه کار وستايه او ويې ويل: “د والي او امنيه قوماندان معاشونه په وروستيو دريو ورځو کې حلال شوي، خو وړاندې يې خپله دنده په ښه توګه نه ترسره کوله.”

فيضي زياته کړه، چې د کمپاين له پيلېدو راهيسې په دغه ښار کې ناقانونه وسله وال نه دي تر سترګو شوي.

د پروان ولايت امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، دغه کمپاين د ياد ولايت د خلکو په ګډه مرسته د امنيتي ځواکونو له لوري پيل شوى او تر هغه به دوام وکړي څو په دغه ولايت کې ډاډمن امنيت رامنځته شي او د ناقانونه وسله والو مخه ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنيت شورا د روانې اونۍ په پيل کې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست ته دنده سپارلې وه، تر څو په دغه ولايت کې د ناقانونه وسله والو په اړه اقدام وکړي.

پروان کې له پخوا راهيسې ناقانونه وسله وال موجود وو، خو په دې وروستيو کې د دوى موجوديت د خلکو د اندېښنې لامل ګرځېدلى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.