لښکرګاه (پژواک ۲۲ زمری۹۳): د هلمند د امنيتي ادارو ځانګړى قوماندان وايي، چې د سنګين د جګړې د بندولو لپاره يې له وسله والو طالبانو سره خبرې پيل کړې دي.
پاسوال اسدالله شېزاد د زمري په ٢٢مه په لښکرګاه کې خبري کنفرانس ته وويل، چې د سولې دا خبرې د سنګين تر ولسوالۍ محدودې دي او وروسته به د نورو ولسواليو لپاره هم وشي.
شېرزاد چې د زمري په ١٩مه د هلمند د جګړې مهارولو لپاره د امنيتي ادارو ځانګړى قوماندان وټاکل شو وايي، پر قومي مشرانو سربېره يې له وسله والو سره خبرو پر امنيت مثبته اغېز کړى دى.
د ده په خبره ، چې له همدې امله پر سنګين سربېره په نورو نا امنه سيمو کې هم امنيتي پېښې کمې شوي، خو بيا هم د دغه وضعيت ښه والى ډېر وخت ته اړتيا لري.
د قوماندان په وينا، د وسله والو ځينو مشرانو ورته ويلي، چې له جګړې ستړي شوي او د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي.
د ده په خبر، که چېرې په سنګين کې پيل شوو هڅو نتيجه ورکړه دغه لړۍ به د ولايت په کچه پلې کړي او بيا به دغه پروګرام د هېواد نورو ولايتونو ته وغځوي.
شېرزاد وويل چې په هلمند کې د جګړو له پيلېدو مخکې بې پروايي، د جګړې له پيل سره سم د امنيتي ادارو نه همغږي، نشه يي توکي او د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې د جګړې د دوام ستر لاملونه دي.
شېرزاد په خپلو خبرو کې دا هم وويل ، چې دوی په هلمند کې پوره سرتېري لري، د وسله والو ۱۷ برابره افغان ځواکونه مېشت دي ، خو د افغان سرتېرو او وسله والو ښکاره شمېر يې ياد نه کړ.
ده زياته کړه، په روانه اونۍ کې يې له طالبانو سره پر خبرو سربېره د افغان ځواکونو د خپلمنځي ستونزو د حل او همغږۍ لپاره هم کار کړی او ډېر ژر به پايلې ورکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې په دې اړه څه ونه ويل، چې له وسله والو طالبانو سره يې د سولې په تړاو خبرې تر کومو شرايطو لاندې، د چا په منځګړيتوب او چېرې پيل کړې دي.
د سنګين ولسوالۍ د ″فتح محمد پيچ″ سيمې يوه اوسېدونکي روح الله پژواک ته ويل، چې له څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو بريدونه نشته.
ده وويل، چې څو ورځې مخکې هم په ډېرو سيمو کې د پوليسو او وسله والو تر منځ جګړې رامنځته کېدې.
د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي حبيب رشيد پژواک ته وويل، چې د جګړو له امله بې ځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ور ستنې شوې دي.
ده وويل، چې دغه اونۍ په سنګين کې د جګړو رپوټونه نه اوري.
بلخوا بيا طالب وياند قاري يوسف احمدي دغه راپور رد کړ ، چې ګني په سنګين کې يې له حکومت سره د سولې خبرې پيل کړې دي.
احمدي پژواک ته وويل، چې تر اوسه په ياده ولسوالۍ کې د سولې په اړه هېڅ خبرې نه دې شوي، وسله واله جګړه يې لا هم دوام لري او په پروګرامونو کې يې د سولې د خبرو پلان نشته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP