کندهار (پژواک ٢٢ زمرى ٩٣): په کندهار ښار کې د ښاروالۍ پر يوه موټر چاودنې د دې ادارې درې کارکوونکي ټپيان کړي دي.
د کندهار د ښاروالۍ وياند زمري څرګند د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن سهار د ښار د نهمې حوزې اړوند د ميان کوه په سيمه کې د ښاروالۍ د تنظيف پر کار کوونکو وشوه.
هغه زياته کړه، د ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکو غوښتل، چې له ښاره کثافات بهر ولېږدوي، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
دى وايي چې په دې چاودنه کې درې کارکوونکي ټپيان شوي، روغتون ته وړل شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د کندهار ښاروال محمد عمر عمر دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.