Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپيسا او سرپل کې ٢٣ کسانو ته مرګ ژوبله  اوښتې

سرپل-چاريکار (پژواک ٢٢ زمرى ٩٣): د کاپيسا او سرپل ولايتونو په ځينو امنيتي پېښو کې ٣٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبادالله تلوار د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په تګاب ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې اوه وسله وال وژل شوي، لس وسله وال او پنځه پوليس ټپيان دي.

تلوار وايي چې دا نښته د تګاب ولسوالۍ د تترخېلو په سيمه کې رامنځته شوې وه او ملکي وګړو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د الله محمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د دې نښتې له امله د سيمې ښوونځي تړل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې جګړه کې د خپل لوري مرګ ژوبله ردوي، خو دولتي لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د يوه بل خبر له مخې، په سرپل ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري پژواک اژانس ته وويل چې دوى د کوهستانات په ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي، چې په ترڅ کې يې له وسله والو طالبانو سره نښته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې دوه وسله وال وژل شوي، شپږ ټپيان دي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

امنيه قوماندان دغه راز وويل ، چې څلور وسله وال په کوهستانات ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په دې ولسوالۍ کې ٥٠ وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.