جلال اباد (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): په جلال اباد ښار کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې اوه کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال لطف الله زرياب د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د څلورمې ناحيې اړوند پر څلوېښت متره سړک پر يوه رينجر موټر شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
زرياب وايي چې په ياده چاودنه کې يو زرنج موټرسايکل، يو سوزوکي مټيز موټر او يو رينجر هم زيانمن شوي دي.
د ذبيح الله په نوم يوه عيني شاهد بريال پژواک اژانس ته وويل چې له چاودنې وروسته يې درې پوليس او دوه ملکي وګړي (د زرنج او د مټيز موټر چلوونکي) په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، دى او د ده درې نور ملګري هم پر ښيښو برسېرن ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي هم ياده پېښه تاييد کړې او وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون يوه ډاکتر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته د پېښې له سيمې څلور ټپيان ور وړل شوي دي.
له بلې خوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي، چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې چاودنه شوې، چې له امله يې دوه تنه ټپيان دي.
ده پژواک اژانس ته وويل، دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا شپږو بجو د لغمان زړې اډه کې د ترافيکو غرفي ته څېرمه رامنځ ته شوې ده، چې په ترڅ کې يې يو ترافيک او يو بل عام وګړى ټپيان دي.
د يادو دواړو پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP