Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بګرام ولسوالۍ د زندان پر امر د بريد سمبالوونکى ونيول شو

چاريکار( پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د پروان پوليس وايي،له هغو کسانو يې يو بل تن هم نيولى، چې شاوخوا درې اونۍ مخکې يې  د بګرام ولسوالۍ د زندان امر ټپى کړى او تښتېدلي وو.

د تېرې چنګاښ مياشتې په دېرشمه شپه، ٧ تنو جنايي زندانيانو د همدې زندان په يوه خونه کې د زندان له امر محمدقاسم څخه کلاشينکوف اخيستى و او د قاسم تر ټپي کولو وروسته تښتېدلي وو.

 د دې ولسوالۍ چارواکي وايي ، چې له دې کسانو څخه  پوليسو يوه ورځ وروسته څلور او نن سهار يو بل تن  نيولى دى.

د بګرام امنيه قوماندان سمونوال محمدمعصوم فرزه يي، پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې پوليسو  وسيم نن د پروان او کاپيسا په مرزي سيمه ( پل صياد ) کې نيولى دى.

هغه وايي،چې وسيم مخکې د موټرسايکل او نورو غلاوو په تړاو نيول شوى و او د زندان پر امر بريد هم  د هغه له خوا تنظيم شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ياد زندان امر محمدقاسم په پښه ټپي شوى و، خو اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.