جلال اباد (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي ، چې د شېرزادو او حصارک ولسواليو په ځانګړو عملياتو کې ٢٠٤ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه څرګندونې د ننګرهار امنيتي چارواکو د زمري په ٢٣مه په جلال اباد ښار کې د يوې ګډې خبري غونډې پر مهال رسنيو ته وکړې.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې پلي لوا قوماندان بريد جنرال دادان لونګ وويل چې د اختر له څلورمې ورځې راهيسې يې د ننګرهار په شېرزادو او خوګياڼو ولسواليو کې جګړه ييز او چاڼيز عمليات پيل کړي وو، چې پرون پاى ته ورسېدل.
دى وايي ، چې په يادو عملياتو کې ١٤٥ وسله وال مخالفين وژل شوي ، چې ٢٣ تنه يې پاکستانيان دي او همداراز ٥٩ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
د نوموړي په خبره ، چې وسله والو مخالفينو د بهرنيو استخباراتو په حمايې سره ، پلان درلود چې د ننګرهار ولايت حصارک،خوګياڼي، شېرزاد او يو شمېر نورې ولسوالۍ سقوط کړي ، خو دوى د ځانګړو عملياتو په پايله کې ورته غاښ ماتونکى ځواب ورکړ.
جنرال لونګ زياته کړه : (( د وسله والو څلور عرادې هغه وسايل چې دهشکې پرې نصب وې،درې عرادې کرولا ډوله موټر،دوه عرادې سراچې، يو هوان ، ٣٦ کړۍ ستر او وزن داره ماينونه او داسې نور مهمات ترلاسه شوي دي. ))
د ده په خبره، چې په سيمه کې يې د ټولو وسله والو پټنځايونه له منځه وړل شوي او يو شمېر وسله وال له ډېورنډ پولې پورې غاړې ته اوښتي دي.
دادان لونګ زياتوي چې په عملياتو کې څلور د ملي اردو سرتيري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
نوموړى وايي: ((د ډېورنډ له فرضي کرښې وسله وال رااوړي او دلته جګړې کوي، خو موږ يې پر وړاندې د سختو عملياتو پلانونه لرو.))
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د خبري غونډې پر مهال وويل چې مخکې له دې په شېرزادو ولسوالۍ کې ولسوال او نور د ملکي ادارو مامورين نه وو، خو له عملياتو وروسته دوى وتوانيدل چې د ولايتي ادارې په موافقې سره په ياده ولسوالۍ کې ولسوال وټاکي او د نورو ملکي ادارو د فعالولو لپاره کار وکړي.
د نوموړي په وينا، په شېرزادو ولسوالۍ کې يې ١٠٠ تنه سيمه ييز پوليس هم فعاله کړل، چې وروسته له دې به د سيمې په امنيت کې هلې ځلې کوي.
دى وايي، په پلان کې لري ، چې د دغې ولسوالۍ لپاره دوه سوه نور سيمه ييز پوليس منظور او فعاله کړي، تر څو ياده ولسوالي د ننګرهار له امن ترينو ولسواليو څخه وګرځي.
شېرزاد زياته کړه: (( د وسله والو مخالفينو ډېرى ټپيان له ډيورنډ کرښې اخوا اړول شوي، ځکه زموږ سرحدي ځواکونه کم دي، شمېر يې په هغه اندازه نه دى په کومه اندازه چې په کار دي.))
د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسن خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په عملياتو کې يې له ملي اردو،ملي پوليسو او عامه نظم پوليسو سره ګډه برخه اخيستې او هڅه به کوي ، چې په سرحد کې د وسله والو مخه ونيسي.
نوموړى وايي ، چې ډېرى وخت وسله وال په سرحدي کې د دوى پر پوستو بريد کوي، چې له همدغه بريده په ګټې اخيستنې سره خپل ټپيان له پولې اړوي.
ياده دې وي ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر نورو ولاياتو کې هم وسله والو ډله ييز بريدونه پيل کړي وو، چې د هغې له جملې يو هم ننګرهار دى، چې له اختره راورسته په څو ولسواليو کې په يو وخت پر دولتي تاسيساتو بريدونه وشول.
خو وسله وال طالبان ددولتي ځواکونو يادې ادعاوې ردوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي ، چې د خوګياڼو او شېرزادو په عملياتو کې يې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زياته کړه، چې د ګڼ شمېر پوځي موټرو ويجاړولو ترڅنګ يې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
مجاهد ويلي، چې په ټوليزه توګه په دې جګړو کې ٩ طالبان وژل شوي او ١٣ نور يې ژوبل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP