Language

د غزني والي له خلکو د امنيت په ټينګولو کې همکاري وغوښته

غزني (پژواک ٢٣ زمری ۹۳): د غزني والي د دغه ولايت له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ادارو سره همکاري وکړي.

موسى خان اکبرزاده له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې وسله وال طالبان له غلچکي بريدونو وروسته خپلو پټو سيمو ته تښتېدلي او ښايي ځايي اوسېدونکو ته  دا سيمې معلومې وي.

اکبرزاده زياته کړه، افغان سرتېري کولاى شي چې د سيمو امنيت خوندي کړي خو په امنيت کې د ولس همکاري مهمه ده.

والي يو ځل بيا افغان جګړه سياسي وبلله، چې په وينا يې ځينې کړۍ يې د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو په موخه ترسره کوي.

هغه وايي: ((طالبانو به ويل، چې بهرني سرتېري دې ووځي، موږ هم دا غوښتنه درلوده، اوس له ډېرو سيمو بهرني پوځيان وتلي، خو طالبان لا هم هلته بريدونه کوي.))

د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې د ټاکنو پروسې د ګډوډولو په موخه بريدونه ډېر کړي، خو افغان امنيتي سرتېرو يې مخه  ډب کړې ده.

والي وايي، چې په دې وروستيو کې يې د وسله والو په لټه پوځي عمليات پيل کړي او د غزني په ښار کې يې پر موټرسايکلو هم بنديز لګولى،چې پر امنيت يې ښه اغېز کړى ده.

د غزني ښار يوه اوسېدونکي نورالرحمن پژواک ته وويل چې ولس په هره برخه کې له حکومت سره همکاري لري ، خو په وينا يې حکومت له ولس سره سمه همکاري نه کوي.

ده وويل: ((له ولسه څخه هغه مهال تمه په کار ده، چې حکومت ورته ښه خدمات وړاندې کړي.))

د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي رضوان الله پژواک ته وويل، چې خلکو په هر کار کې له حکومت سره همکاري کړې ده.

ده وويل، چې د ولايت ټولنيزې او قومي شوراګانې په بېلابېلو برخو کې له حکومت سره همکاري کوي ، خو له ولس سره د حکومت  همکاري کمه ده.

Related Topics